ایمل فیضي: بهرني هوايي شرکتونه افغانستان کې پانګونه کولی شي

Image caption د آريانان افغان نيمه هوايي شرکت ۶۰ کاله وړاندې جوړ شوی، خو د کورنيو جګړو پرمهال سخت زيان ورته اوښتی.

په افغانستان کې دا مهال د آريانا په نوم يو نيمه حکومتي هوايي شرکت او د کام اير او صافي په نومونو دوه خصوصي هوايي شر کتونه کار کوي، چې په دې هېواد کې دا يوه لويه پانګونه ګڼل کېږي.

د افغانستان د وزيرانو شورا پخپله وروستۍ ناسته کې پرېکړه وکړه، چې ددغه هېواد هوايي فضا د ټولو بهرنيو هوايي شرکتونو پرمخ پرانيزي.

ددغو درېواړو هوايي شرکتونو استازو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو په خونه کې د افغانستان د پرانيستي ازاد قلمرو په اړه د وزيرانو د شورا په پرېکړه اندېښنه وښوده.

د وزيرانو شورا پرېکړه کړې چې د افغانستان پرانيستی هوايي قلمرو او هوايي ډګرونه د ټولو بهرنيو هوايي شرکتونو پروړاندې پرانيستي دي.

ددغو شرکتونو په استازيتوب د سوداګرۍ او صنايعو د خونې رييس قربان حقجو د حکومت دا پرېکړه د افغانستان په زيان وبلله.

هغه وويل که چېرې افغانستان کې دا پاليسي عملي شي، ډېر ژر به کورني هوايي شرکتونه وتړل شي:

''هغه مسافر چې افغانستان کې هوايي سفر کوي، له زرو ډېر نه دي، له بده مرغه چې د افغانستان کورني هوايي شرکتونه د بهرنيو هوايي شرکتونو په پرتله په ډېر خراب حالت کې دي. حکومت يې اړين ملاتړ نه کوي، اوس دوی ډېره غيرمنصفانه د خپلو شتمنيو او عوايدو لس سلنه ماليه حکومت ته ورکوي. او د خالصې ګتې ۲۰ سلنه ماليه ورکوي. افغانستان کې تيل ډېر قيمته دي، که چېرې دا حالت دوام وکړي، په ډاډ ويلی شم چې دغه شرکتونه به تر شپږو مياشتو پورې دوام ونه کړي او وبه تړل شي.''

پر همدې مهال، د افغانستان حکومت وايي د هېواد فضا او هوايي ډګرونه نه يوازې د هېواد لپاره د پيسو راوړلو له اړخه ګټور دي، بلکې د افغانستان اعتبار هم ورسره لوړېدی شي.

بل خوا، د افغانستان د ولسمشرۍ ددفتر وياند ايمل فيضي وايي غوره به دا وي چې کورني هوايي شرکتونه د خپلو خدمتونو په لا ښه کولو سره په دې سيالۍ کې د برياليتوب هڅې وکړي:

''هرڅومره چې مهم بهرني هوايي شرکتونه افغانستان ته راځي او الوتنې پيلوي، دا د افغانستان د اعتبار فضا رامنځته کوي. بل دا چې دغه هوايي شرکتونه د سيالۍ فضاء جوړوي. زه باور لرم که چېرې کورني هوايي شرکتونه دې سيالۍ ته ځانونه چمتو او خپل خدمتونه لا ښه کړي، افغانان به د بهرنيو هوايي شرکتونو په الوتنو کې د سفر کولو پرځای کورني شرکتونه غوره وبولي.''

د افغانستان کورني هوايي شرکتونه د بهرنيو هغو پروړاندې خپل ځانونه کمزوري بولي، او وايي حکومت بايد خصوصي سکتور پياوړی کړي.

Image caption ایمل فیضي:''بهرني هوايي شرکتونه د افغانستان لپاره د باور فضا جوړوي.''

د آريانان افغان نيمه هوايي شرکت ۶۰ کاله وړاندې جوړ شوی، خو د کورنيو جګړو پرمهال سخت زيان ورته اوښتی.

په افغانستان کې يوه بل خصوصي هوايي شرکت شپږ کاله وړاندې کار پيل کړ، او بيا وروسته د دوو نورو هوايي شرکتونو الوتکو ته هم د الوتنو اجازه ورکړل شوه.

خو تر څه مودې فعاليت وروسته، د خونديتوب نه لرلو او زړو الوتکو له کبله د يوه شرکت پر الوتنو بنديز ولګول شو.

د شمېرو له مخې، دا مهال د هېواد په کورنيو هوايي شرکتونو کې نژدې دوه زره کسان کار کوي، چې هر کال حکومت ته ۲۵ ميليون ډالر ماليه ورکوي.

ورته مطالب