غزنی: چاودنې ۵ پولنډي پوځيان ووژل

پولنډي پوځيان
Image caption غزني کې نژدې ۱۶۰۰ پولنډي پوځيان مېشت دي.

د افغانستان په مرکزي ولایت غزني کې ۵ پولنډي پوځيان د ماین چاودنې ووژل.

د غزني د والي ویاند حضرت محمد غزنوي بي بي سي ته وویل، دغه پوځيان د چهارشنبې ورځې په سهار (د دسمبر ۲۱) غزني ښار ته څېرمه د روضې په سیمه کې چاودنې ووژل.

ښاغلي غزنوي بي بي سي ته وویل، په پام کې وه چې پولنډي پوځيان هلته ددوی په مرسته د یوه جوړ شوي موزیم چارې وګوري او د روان دسمبر پر ۲۵مه یې په رسمي توګه پرانیزي.

حضرت محمد غزنوي دا هم وویل چې، پولنډي ځواکونه هلته د اسلامي دورې یوه موزیم ته څېرمه د سلطان عبدالرزاق ودانۍ ته څېرمه پر خښ کړای شوي ماین وربرابر شول.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې پولنډي عسکرو غوښتل چې هلته د یوې ودانۍ د کار چارې وګوري.

عیني شاهدانو وویل، سیمې ته څلور ټانکونه ورغلل چې پر څلورم او وروستي یې ماین وچاودېد.

د چاودنې پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

Image caption پر پولنډي پوځيانو چاودنه د سلطان عبدالرزاق زیارت ته څېرمه وشوه.

ددغې ډلې یوه ویاند ادعا کړې چې په چاودنه کې لږترلږه اووه پولنډي عسکر وژل شوي.

غزني کې نژدې ۱۶۰۰ پولنډي پوځيان مېشت دي.

نژدې یوه اوونۍ وړاندې ددغه ولایت د ده یک ولسوالۍ په علي کلا سیمه کې د ایتلافي ځواکونو یو ټانک په ماین والوت چې لږترلږه ۴ پوځيان پکې ووژل شول.

د سیمه خلک وايي چې د دوی په ډزو کې د کلي یوه نجلۍ ووژل شوه.

۲۰۱۱ کال د افغانانو او بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېر خونړی و.

ورته مطالب