پاکستان: بنو کې ځانمرګي شپږ پوځيان ووژل

پاکستاني پوځيان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وړمه ورځ هم بنو کې د سرحدي پولیسو پر پوستې ورته برید شوی و.

د پاکستان خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پر یوه نیمه پوځي مرکز ځانمرګي برید لږترلږه شپږ پوځيان ووژل.

د بنو پولیس وايي، د شنبې په ورځ (دسمبر۲۴) سهار وختي بنو ښار ته څېرمه پر نیمه پوځي مرکز له چاودېدونکو توکو د ډک ګاډي په مټ برید شوی، چې لږترلږه شپږ پوځيان یې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د بنو د پولیسو مشر عبدالله شاه بي بي سي ته ویلي، برید د بنو له ښاره پنځه کیلومتره لیرې د میرانشا پر عمومي سړک پر پراته مرکز وشو.

نوموړی زیاتوي، برید کوونکي خپل ډک ګاډی د مرکز له شاتني دېوال سره جنګولی.

د پولیسو په حواله، په برید کې وژل شوي پوځيان سرحدي ساتونکي دي.

پولیس وايي چې مرکز یې سخت ویجاړ کړی دی.

عبدالله شاه زیاتوي، تر برید وروسته د نامعلومو په وسلو سمبالو کسانو له خوا ډزې هم وشوې.

له برید وروسته سیمه د امنيتي کسانو له خوا کلابنده شوې، او ټپیان یې ژر روغتون ته لېږدولي.

د دغه برید پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د تحریکِ طالبان پاکستان ویاند احسان اللہ احسان بي بي سي اردو څانګې ته د تیلې فون پر کرښه د برید پړه منلې ده.

په تېرو څو اوونیو کې پاکستان کې د بریدونو لړۍ کمه شوې ده، خو د تېرې جمعې پر ورځ د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې پر امنیتي کسانو برید یوځل بیا د وګړو اندېښنې ډېرې کړې.

او وړمه ورځ هم په بنو کې د امنيتي ځواکونو پر یوه مرکز ورته برید شوی و.

ورته مطالب