د یونیسکو د زړورتیا جایزه یوې افغانې پېلغې وګټله

انار کلي هنريار
Image caption انار کلي هنريار د افغانستان د مشرانو جرگې غړى او د بشر د حقونو د خوندي کولو د ډگر يوه فعاله ده.

د ملگرو ملتونو د کلتوري سازمان يونيسکو د ٢٠١١ ميلادي کال د، نه تاوتريخوالي او زړورتيا، جايزه يوې افغانې پيغلې انارکلي هنریار وگټله.

دا لومړى ځل دې چې د ملگرو ملتونو د کلتوري سازمان يونيسکو د نه تاوتريخوالي او زړورتيا نړيواله جايزه د يوې افغانې پيغلې په برخه رسيږي.

دا ځل دغه جايزه انار کلي هنريار ته ورکړل شوه،او هغه هم د هغو کړنو په بدل کې چې نوموړې د بشر د حقونو د خوندي کولو او د تاوتريخوالي په مخنيوې کې کړې دي.

اغلې هنريار وايي تر دغې جايزې وروسته به په اړوندو برخو کې نور هم پسې ځان بوخت کړي.

انار کلي هنريار د افغانستان د مشرانو جرگې غړى او د بشر د حقونو د خوندي کولو د ډگر يوه فعاله ده.

هغه په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې دغې جايزې ته نومول شوې وه،چې د يونيسکو تر اوږدو ارزونو وروسته دغه جايزه ورکړل شوه.

د نه تاو تريخوالي او زړورتيا نړيواله جايزه هر کال يو داسې چا ته ورکول کيږي چې په خپل هيواد کې يې د تاوتريخوالي پر وړاندې پام وړ مبارزه کړې وي.

څه موده مخکې يوې بلې افغانې ښځې ماريا بشير هم د نړۍ د زړورو ښځو جايزه گټلې وه.

د زړورو ښځو جايزه هر کال د امريکې د بهرنيو چارو وزارت له خوا هغې ښځې ته ورکول کيږي،چې په نړيواله کچه يې د ښځو د حقونو او وړتياو په برخه کې ځان تر نورو ښځو مخکې کړى وي.

ورته مطالب