کابل: په مېلمستیا کې شرابو ۱۲ کسان مړه کړل

شراب
Image caption شراب په افغانستان کې بند دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په ختيځ کې د کوژدې د شریني خورۍ پرمهال یو شمېر مېلمنو شراب څښلي، چې له کبله یې پنځه کسان مړه شوي او لس نور ژوبل شوي.

خو د څرخي پله اړوندې قابل بای سیمې اوسېدونکي او د ناحیې وکیل وايي چې په پېښه کې لږ ترلږه ۱۲کسان مړه شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو امر جنرال ظاهر بي بي سي ته وویل: "یو شمېر کسان مړه شوي، درې یې پاکستان ته د درملنې لپاره وړي، زوم یا شاه هم مسموم شوی، خو ددرملنې لپاره پاکستان ته وړل شوی او یو ورور یې پکې مړ شوی."

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په یوه لوښي کې یې د انار له اوبو سره شراب ګډ کړي او بیا یې مېلمنو ته ورکړي.

جنرال ظاهر هم دا خبره تایید کړې ده.

د قابل بای د سیمې وکیل احمد ضیا بي بي سي ته وویل، داسې ښکاري چې د انار له اوبو سره یې شراب ګډ کړي او مېلمنو څښلي دي.

ښاغلي احمد ضیا د مسموم شوو کسانو شمېر ۵۲ او د مړو شوو کسانو شمېر ۱۲ وښود.

خو د سیمې یوه اوسېدونکي امید بیا وویل چې د شپې د سلیم په نامه د یوه ځوان شریني خوري وه، ملګري سره راټول شوي او دا پېښه رامنځته شوې، چې اصلي لامل یې نه دی روښانه.

نوموړي د نورو خلکو له خولې وویل، چې دغو کسانو شراب له تیزابو سره یوځای څښلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي: "د کوژدې په مراسمو کې ځینې څوانان سره راغونډ شوي او شراب یې څښلي. پنځه کسان مړه شوي او لس نور اوس روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي."

ښاغلي صدیقي وویل چې پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.

ورته مطالب