افغانستان د ناټو امنيتي تشکیلات لغوه کړل

سي  آی پي د انځور حقوق Reuters
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي د افغان پولیسو ورځ تر بلې زیاتېدونکې شمېرې ته په کتو اصلاً د سي آی پي تشکیلاتو اړتیا نه لېدل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د 'سي آی پي' په نوم د مهمو تاسیساتو د حفاظت په موخه په جوړو شویو دغو تشکیلاتو کې له دوی سره مشوره نه ده شوې او دا د ناټو ایساف د ځواکونو خپلسری اقدام بولي.

چارواکي دا خپلسري تشکیلات بولي او وایي خلکو ته یې اندېښنې پېښې کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د ملي امنیت د شورا د پریکړې له مخې به په دغو تشکیلاتو کې له شاملو ټولو کسانو وسلې راغونډې کړي او د هغوی دنده به د عامه تاسیساتو د حفاظت پولیسو ته وسپاري.

چارواکي تر دې هم مخکې ځي او زیاتوي دوی په دې هم خبر نه دي چې دغه تشکیلات په لومړي وار کله او چېرې فعال شوي او دا مهال د هېواد په کومو ولایتونو کې فعالیت کوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې د دغو تشکیلاتو د لغوه کېدو د اعلان پر مهال وویل د لغمان، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو ته د کورنیو چارو د وزیر بسم الله محمدي د وروستي سفر پر مهال د خلکو د شکایتونو په پایله کې د دغو تشکیلاتو د ناسمو فعالیتونو څرک ولګېد او تر شا یې د افغانستان د ملي امنیت د شورا د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د دغو تشکیلاتو د لغوه کېدو پرېکړه وشوه.

ښاغلی صدیقي وایي د افغان پولیسو ورځ تر بلې زیاتېدونکې شمېرې ته په کتو اصلاً د دا وړ تشکیلاتو د موجودیت او فعالیت اړتیا نه لېدل کېږي.

نا قانونه وسله وال

د افغان چارواکو په باور د ''سي آی پي'' په نوم دغو تشکیلاتو کې تر ډېره د ملېشو یا اربکیو په پڼه غیرې قانوني وسله والې ډلې ورګډې شوي او په ناټو پورې د تړاو تر پوښښ لاندې یې نه یوازې غیرې قانوي وسلې خوندي کړي، بلکې د ولسي وګړو په ورځني ژوند کې ګڼې ستونزې جوړوي.

چارواکي دا هم وایي چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندانۍ ته د دغو تشکیلاتو د ختمولو په اړه خبر ورکړل شوی، خو د دغو ځواکونو سرچینو لا تر اوسه دې ته غبرګون نه دی ښودلی.

ولې تر دې وړاندې په ورته بل اقدام کې ناټو له افغان حکومت نه غوښتي و چې د هغو خصوصي امنیتي کمپنیو د تړلو پرېکړه بېرته واخلي چې د ناټو د تاسیساتو ساتنه یې کوله، خو دغه غوښتنه ونه منل شوه.

ورته مطالب