شپني عملیات افغان ځواکونو ته سپارل کېږي

Image caption د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د وژنې پر سر د افغان حکومت او بهرنیانو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي بي بي سي ته ويلي چې دا مهال د سلگونو افغان ځواکونو د روزلو لپاره امريکايي ښوونکي لگيا دي چې د روزلو تر څنگ يې په پرمختللو وسلو هم سمبالوي .

د بهرنيو ځواکونو پر مټ د شپنيو عملياتو تر سره کيدل هغه څه دي چې ډير ځله يې د افغان دولت او ناټو تر منځ ناندريو ته لاره هواره کړي ده .

کله چې څوک د افغان پوځ ځانگړو ځواکونو ته ځير شي، نو کټ، مټ داسې فکر کوي چې گواکې د ناتو د بهرنيو ځواکونو ته گوري ، دوى هماغه شان د بهرنيو ځواکونو په شان پر وسلو سمبال شوي ، دغه ځواکونه دا زده کوي چې څنگه اورپکي په کورونو کې کلابند کړي او يا هم د هغو کورونو پلآټنې وکړي چې ظاهرا اورپکي په کې پټ شوي دي.

دا رنگه دغلته هغه ښځينه سرتيرې هم روزنې ويني چې د اړتيا پر مهال په کورونو کې ښځينه پلټي او يا هم په کورونو وردننه کيږي .

د ناټو وياند جنرال کارستڼ جاکوبسن وايي چې بهرنيو روزونکو ته په کار دا دي چې پخپل زيار سره دغه ځواکونه په ريښتيني توگه وروزي ، خو هغه په دغه لاره کې د شته ننگونې نه هم پلو پورته کوي :

(( ننگونه دا ده چې د ځانگړو ځواکونو لپاره بايد مناسب کسان وټاکل شي، دا رنگه د دغو ځواکونو روزنه هم ښايسته وخت غواړي ، هغوى بايد د زده کړې پروگرام پر مخ يوسي ، خپله وړتيا ډيره کړي او دا رنگه په راتلونکې کې د نورو سره په گډه او يا هم ځانته سر د دې جوگه شي چې عمليات پخپله ترسره کړي . ))

د افغان ځانگړو ځواکونو په ليکو کې ورگډيدل ځانگړې وړتياوې هم غواړي ، دغو سرتيرو تر دې وړاندې هم د ملي پوځ په کوماندويي کنډکونو کې دندې تر سره کړي په هغو کنډکونو کې چې د مسلکي ځواک په نامه يې هم يادونه کيږي .

که څه هم افغان ځانگړي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال دي ، خو لا هم د عملياتو په ترسره کولو کې نړيوالو ځواکونو ته اړمن دي .

که څه هم افغان او نړيوال ځواکونه د دغو ځانگړو ځواکونو شمير نه په داگه کوي ، خو وايي چې په پام کې لري د ځانگړو ځواکونو شمير تر 3000 تنو پورې ورسوي د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې دغو ځواکونو ته افغان پوځ ډير هيله من دى او په باور يې همدغه ځواکونه به په راتلونکې کې د شپنيو عملياتو د ترسره کولو جوگه وي :

''زموږ ځانګړو کوماندویي ځواکونو ته چې د شپې له خوا د عملیاتو وړتیا لري، ځانګړې روزنه او ځانګړي وسایل ورکړل شوي. د دغو ځواکونو پر روزلو او سمبالولو له څو کالو راهیسې کار روان و او اوس له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د شپې له خوا په کیدونکو ټولو عملیاتو کې ونډه اخلي. اوس پر دې کار روان دی چې د شپې د عملیاتو مسوولیت له څيرمې دغو ځانګړو افغان ځواکونو ته وسپارل شي.''

په افغانستان کې د ناټو چارواکي وايي چې شپني عمليات د طالب جنگياليو سره په مبارزه کې ډير اغيز ناک پريوتي ، خو د دغو شپنيو عملياتو په وجه ولسي وگړي زيات غوسه دي او له همدې امله يې له افغان دولت سره واټن نيولى چې ډير ځله افغان دولت هم له نړيوالې ټولنې سره د همدغو عملياتو په سر خوابدى شوی دى .

که څه هم دولت د دغه شان عملياتو د بندولو په حق کې دى ، خو ناټو وايي چې د دغو عملياتو لړۍ به تر هغې روانه ساتي چې افغان ځواکونه په ځانته سر د دغه شان عملياتو د ترسره کولو لپاره جوگه شوي نه وي .

ورته مطالب