د افغان تېلو د را ايستنې لومړنۍ ستره معامله

تيل
Image caption دا د افغانستان د تيلو په ډگرونو کې لومړنۍ لويه بهرنۍ پانگونه بلل کيږي

افغانستان د آمو سيند د بستر د تېلي زېرمو د را ايستلو تړون د چين له يوه دولتي شرکت سره لاسليک کړ چې ا ټکل دى افغانانو ته په دوو لسيزو کې د ميلياردو ډالرو گټه راوړي.

په تړون کې د سرپل او فارياب ولايتونو د تېلې زېرمو د سپړنې او چاڼونې چارې په پام کې نيول شوي دي.

دا په گڼو لسيزو کې لومړى ځل دى چې افغان حکومت د تېلو د را ايستلو تړون له يوه بهرني شرکت سره کوي.

د تړون د اعتبار موده ٢٥ کاله ټاکل شوې ده.

د چين چټکې اقتصادي ودې سونتوکو ته ددغه هيواد اړتيا هم ډېره کړې او بيجينگ يې اړ کړى چې د خپلو تېلي زېرمو د ډېرولو نوې لارې ولټوي.

اټکل دى چې د آموسين بستر به په افغانستان کې ٨٧ ميليونه بېرله تېل ولري، خو د پراخې را ايستنې پيل به يې له پنځو تر لسو کلو وخت وغواړي.

د را ايستلو چارې به د CNPC دولتي چينايي شرکت د "وطن گروپ" په نامه له يوه افغان شرکت سره په گډه ترسره کوي چې مشري يې د افغان ولسمشر د يوه تربور پر غاړه ده.

څېړونکي وايي دا لا وختي دى چې ددغې معاملې د گټورتيا اټکل وشي، ځکه چې تر را ايستنې دمخه به ډېر لگښت غواړي.

هيله

خو افغان حکومت هيله من دى چې که د تېلو بيې يو بيرل د سلو ډالرو شاوخوا پاتې شي، نو ټوله گټه به يې په دوو لسيزو کې تر اوو ميلياردو ډالرو ورسېږي.

ډېرى بهرني سوداگر په افغانستان کې پانگونه له خطره ډکه بولي، ځکه چې په يو شمېر سيمو کې د را ايستنې تاسيسات او يا بنسټيز جوړښتونه ښايي د ياغيانو لپاره د ويشتلو نښې وگرځي.

خو د آموسين بستر د افغانستان په شمال کې دى چې ژوند پکې تر ډېره سوله ييزه بڼه لري.

افغانستان هيله من دى چې له طبيعي زېرمو نه تر لاسه شوې پيسې به يې د لگښتونو د پوره کولو لپاره پر داسې مهال په ښه راشي چې بهرني ځواکونه د وتلو پر حال دي او نړيواله ټولنه به هم ښايي افغان حکومت ته د پخوا په کچه پيسې ورنه کړي.

دا هيله هم شوې چې کاني او تېلي پروژې به له ايران او منځنۍ آسيا نه پر وارداتو د هيواد اتکا له منځه يوسي.

د افغانستان د طبيعي زېرمو په را ايستلو کې چې ارزښت يې تر درې زرو ميلياردو ډالرو ښودل شوى، د چين او هند داوطلبان تر نورو وړاندې دي، په داسې حال کې چې ډېرئ لوېديځ شرکتونه د امنيتي اندېښنو له امله د پانگونې په برخه کې زړه نا زړه وي.

ورته مطالب