له افغان نجلۍ خسرګنۍ ویښتان او نوکان ایستلي

کېدای شي ددې وېدیو انځورونه د ځینو لیدونکو لپاره زړه بوږنوونکي وي

بي بي سي ته سپارل شوې يوه ويډيو د هغې پنځلس کلنې افغان ناوې د ټپونو پراخوالى ښيي چې مېړه يې په خونه کې ايساره ساتلې او کړولې ده.

نجلۍ چې سحر گل نومېږي، د مېړه د کورنۍ له خوا تر نيول کېدو وروسته څو مياشتې لوږه تېره کړېده.

دا پېښه دا اوونۍ هغه مهال رابرسېره شوه چې پوليسو د خپلې خسرگنۍ د کور په زيرزمينۍ کې هغه ومونده.

پوليس وايي چې د هغې نوکان او ويښته ايستل شويدي. سربېره پر دې پوليسو دا هم ويلي چې غوښې يې په انبورونو ترې پرې شوې دي.

سحرگل اووه مياشتې دمخه هغه مهال چې لا يوازې ١٤ کلنه وه، يوه ٣٠ کلن سړي ته واده شوه.

مور او پلار يې پوليس هله خبر کړل چې څو مياشتې يې د لور احوال ورنغى.

په بغلان ولايت کې د پوليسو د يوه چارواکي جاوېد بشارت په وينا، هغه د خپلې خسرگنۍ په کور کې له يوې تيارې او بې کړکيو خونې نه ژغورل شوې ده.

په ويډيو کې له سحر نه چې د روغتون دننه پر گرځنده څوکۍ ناسته ده، پوښتل کېږي چې چا وهله:

"هغه د خسرګنۍ نوم اخلي، مېړه، ايندرور ، لېور او خواښې يادوي. نجلۍ وايي چې ويښتان او نوکان يې خسر ترې ايستلي دي."

د بغلان چارواکي وايي دوى ته خبر رسېدلى و چې دا جلۍ تر هغه وروسته چې يې بدلمنۍ ته غاړه کېنښوده، کړول شوې ده، خو ددې لپاره يې ثبوت نه درلود.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .