کابل له ۳ لوېديځو هېوادونو سره ستراتیژيک تړونونه لاسلیکوي

د افغانستان بیرغ
Image caption افغانستان تر اوسه یوازې له هندوستان سره اوږدمهاله ستراتیژيک تړون لاسلیک کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له امریکا سر پر کېدونکي ستراتیژیک تړون له سره غور روان دی.

بل خوا، افغانستان په روانه جنورۍ میاشت کې له برتانیا، فرانسې او ایټالیا سره ستراتیژيک تړونونه لاسلیکوي.

د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې له استرالیا او ناټو سره هم د ستراتیژيکو همکارۍ پر تړون کار روان دی.

افغان چارواکي وايي، له سترو هېوادونو سره له دې کبله ستراتیژيک تړونونه لاسلیکوي، چې په ۲۰۱۴ کال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له دغو هېوادونو سره حکومت ستراتیژيک اړيکي ولري.

دغه تړونونه داسې مهال لاسلیکېږي، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو نیمايي برخه سپارل شوې ده.

په دې لړ کې د یو شمېر هېوادونو ځینې سرتېري هم له افغانستان څخه وتلي دي.

په پام ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د ۲۰۱۴ کال ترپایه بشپړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي وویل په راتلونکو دوو اوونیو کې د افغانستان او درو لوېديځو هېوادونو (برتانیا، فرانسه او ایټالیا) ترمنځ د ستراتیژيکې همکارۍ تړون وروستي پړاو ته رسېږي، چې په روانه جنورۍ کې به لاسلیک شي.

Image caption د ۲۰۱۴ کال ترپایه به ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ښاغلي موسی زي دا هم وویل چې له امریکا سره پر کېدونکي تړون بېرته له سره کتنه او غور پیل شوی.

تر دې مهاله افغانستان یوازې له هند سره اوږدمهاله ستراتیژيک تړون لاسلیک کړی، خو د افغانستان ځینې ګاونډيان په تېره بیا ایران او پاکستان له لوېديځ سره د افغانستان پر نژدې اړیکو اندېښمن دي.

خو د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې خاوره به یې د هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارول شي، او له لوېديځو هېوادونه سره تړون د هېڅ ګاونډي په زیان نشي تمامېدی.

ورته مطالب