د اسلامي ګوند پلاوي له کرزي سره د سولې په اړه خبرې کړې

ارګ د انځور حقوق b
Image caption د ولسمشر کرزي ویاند منلې چې د اسلامي ګوند استازو له ولسمشر کرزي سره خبرې کړې دي.

د افغانستان اسلامي ګوند ومنله چې يو پلاوى يې د جوړجاړي په موخه کابل ته استولى.

دغه سرچينه وايي چې دوى ته هم د سولې په تړاو خبرې اترې د افغان حکومت پر تله له بهرنيانو سره غوره دي، خو زياتوي چې د کشالې د يو اړخ په توګه لازمه بولي چې له افغان دولت سره هم خبرې اترې وکړي.

افغان حکومت هم مني چې دغه پلاوى کابل ته رسېدلى او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې د ارگ په ماڼۍ کې ليده کاته شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا چې په ټوله کې د افغان دولت له مخالفو وسله والو سره د خبرو اترو د بهير مسؤوليت لري، وايي چې دوى هم کابل ته د اسلامي گوند د پلاوي هر کلى کوي.

د افغانستان د اسلامي گوند سرچينې که څه هم د دغه پلاوي په جوړښت کې د هغه گوند د سر، سر کسانو نومونه نه په داگه کوي ، خو وايي چې دغه پلاوى د دغه گوند د هماغه پخواني ۱۵ ماده ييزو وړانديزونو سره کابل ته ورغلى دى چې تر ټولو په لومړى هغې کې يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينگار شوی.

د اسلامي گوند وياند هارون زرغون له يوه نامعلومه ځايه بي بي سي سره په خبرو کې وويل سره له دې چې د افغانستان د روانې کشالې اصلي لوبغاړي امريکايان دي ، خو په وينا يې بيا هم د يو ښکيل لوري په توگه دوى دا غوره بولي چې د افغان دولت سره هم خبرې اترې پر مخ يوسي:

''د قضیې اصلي اړخ هم امریکایان دي، او اصلي خبرې باید له امریکایانو سره وشي، خو غواړو چې لا له وړاندې یو بین الافغاني تفاهم موجود وي. دا ددې معنا نه لري چې حتمي دې له حکومت سره وي، ځکه چې حکومت خو هېڅ اختیار نه لري. هغه چې د شپې بریدونه نه شي بندولی، د خبرو به څه اختیار ولري.''

په همدې حال کې د سولې ستره شورا هم کابل ته د دغه پلاوي د راتگ هرکلى کوي، او د افغانستان د اسلامي گوند د دغه دريځ په اړه چې گواکې هغوى به د افغان دولت تر څنگ د امريکايي چارواکو سره هم غږييږي وايي چې هره ډله او هر اړخ چې په افغانستان کې د سولې په تړاو خبرې اترې کوي، نو د دغې شورا له خوا بايد تر سره شي.

د سولې د سترې شورا غړى محمد امين وقاد وايي:

''که له امریکایانو سره خبرې هم وشي، دوی به په پای کې د افغانستان په ملت او حکومت حواله ورکوي، موږ وایو چې دوی له خپل ملت او افغان حکومت سره خبرې وکړي.''

په افغانستان کې گڼ کسان کابل ته د دغه پلاوي راتگ د سولې په راوستو کې نوى گام بولي ، او وايي دغه گام په داسې مهال پورته کيږي چې د طالبانو سره هم د خبرو اترو لړۍ تر پخوا زياته گړندۍ شوې دي .

Image caption افغان حکومت هم د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له استازو سره خبرې تائيد کړي.

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي چې افغان ولسمشر د اسلامي حزب له راغلي پلاوي سره کتلي او په وينا يې چې شوې خبرې گټورې وې :

''دوی چې له ولسمشر کرزي سره کومې خبرې درلودې، چې د افغانستان د سولې او له وسله والو مخالفینو سره د خبرو په اړه مثبې خبرې وشوې، چې دا به د هېواد د راتلونکي کې ښه رول ولري.''

دا لومړى ځل نه دى چې افغان لورى د اسلامي گوند سره په افغانستان کې د سولې د رواستو په برخه کې خبرې اترې کوي، تر دې وړاندې هم څو ، څو ځلې بېلابېلو پلاوو هم په کابل او هم په نورو هيوادونو کې د افغان حکومت له استازو سره د جوړجاړي خبرې کړي دي، خو جوتو پايلو يې رسنيو ته لاتره نه ده موندلې، ان تر دې چې تير کال د جنورى په لومړيو کې د سولې د عالي شورا استازو په اسلام اباد کې د اسلامي گوند له يوه پلاوي سره خبرې اترې کړې وې.

ورته مطالب