د سولې عالي شورا قطر ته پلاوی استوي

د سولې عالي شورا
Image caption د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، په قطر کې د طالبانو دفتر دسولې د لومړنیو خبرو لپاره یو اسانه لاره ده، نه یو سیاسي دفتر.

وروسته له هغه، چې وسله والو طالبانو په رسمي ډول په قطر کې د دفتر د پرانستو په تړوا له ښکیلو اړخونو سره خبرې ومنلې، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په قطر کې د دې دفتر د ارزولو په موخه د دې شورا د یوه پلاوي سفر ته اړتیا شته.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په پام کې لري، د دې شورا یو پلاوی قطر ته و استوي، چې هلته د طالبانو لپار د پرانستونکي دفتر دحقوقي څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

د دې شورا چارواکو بي بي سي ته ویلي، د دغه پلاوي د سفر د اړتیا په اړه یې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره هم خبرې شریکې کړي دي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي، چې وسله والو طالبانو په لومړي ځل په قطر کې د دفتر د پرانیستو په اړه لومړنۍ خبرې منلې دي. د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو مشر اسماعیل قاسمیار بي بي سي ته وویل، قطر ته ددغې شورا د پلاوي د استولو په تړاو یې د افغانتستان له بهرنیو چارو و زارت سره خبرې مطرح کړي دی:

''د سولې عالي شورا د دې سفر اړتیا په روښانه ډول د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ویلې او دا مو ورته ویلي، چې دسولې دعالي شورا یو پلاوی یا یو غړی باید قطر ته لاړ شي او دغه دفتر له نژدې وویني. هو، موږ دا اړتیا درک کړې، چې که خدای کول د سولې عالي شورا به نژدې راتلونکې کې هلته کسان واستوي او هغه ځای به له نژدې وویني.''

داسې راپورونه شته، چې ګواکې طالبانو په قطر کې د دفتر د پرانیستلو لپاره امریکا ته یو لړ شرطونه وړاندې کړې دي.

طالبانو په خپله تازه اعلامیه کې یو شرط ، له ګوانتانامو زندان نه د طالب مشرانو راخوشیې کیدل، ښودلی خو دا هم ویل کیږي، چې د طالبانو شرايط له هغه څه ډیر دي، چې په اعلامیه کې خپاره شوي دي.

که څه هم تراوسه په دې تړاو ډیر جزییات رسنیو ته نه دي وتلي، خو داسې بريښې، چې په دې اړه د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي.

د سولې اسانه لار

د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، په قطر کې د طالبانو دفتر دسولې د لومړنیو خبرو لپاره یو اسانه لاره ده، نه یو سیاسي دفتر.

په همدې تړوا له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان حکومت په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ملاتړو کوي. که څه هم پخوا افغان حکومت د قطر پرځای د طالبانو لپاره په سعودي عربستان او ترکیه کې د دفتر په پرانیستلو ټینګار کاوه، خو اوس یې په دې تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنوي لپاره په قطر کې د طالبان د دفتر له پرانستلو سره موافقه لري.

ورته مطالب