په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا په قطر کې د طالبانو ددفتر جوړېدو ملاتړ وکړ

Image caption طالبانو ویلي چې په قطر کې د طالبانو لپاره ددفتر پرانیستل به له نړیوالو سره په خبرو اترو کې مرسته وکړي.

امریکا وايي که په قطر کې د طالبانو دفتر په افغانستان کې له سولې سره مرسته وکړي، ملاتړ یې کوي.

طالبانو د سه شنبې په ورځ (جنوري ۳) د یوې اعلامیې په خپرولو تایید کړه، چې په بهر کې یې د خپل یوه سیاسي دفتر د پرانیستلو په اړه له قطر او نورو اړوندو لوریو سره لومړنۍ موافقه کړې ده.

طالبانو ویلي چې دا کار به له نړیوالو سره په خبرو اترو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولند وویل، سره له دې چې متحده ایالتونو په دې اړه کوم رسمي خبر نه دی ترلاسه کړی، خو که ددغه دفتر پرانیستل د افغانانو په مشرۍ او ملاتړ د بهیر یوه برخه وي، او افغان حکومت فکر وکړي چې رغنده رول لوبولی شي، او کوربه هېواد یې ملاتړ کوي، نو موږ به چمتو یو چې په دې کې یو رول ولوبوو.

ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ ویلي وو چې د سولې د بهیر پیاوړي کولو لپاره به په قطر کې د طالبانو ددفتر د پرانیستلو ملاتړ وکړي.

د انځور حقوق bv
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولند ویلي که په قطر کې د طالبانو دفتر د سولې له خبرو سره مرسته کوي، دوی یې ملاتړ کوي.

طالبانو پخپله وینا کې همدا راز ویلي چې د ګوانتانامو له زندان څخه یې د خپلو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه هم کړې ده.

اوس چې طالبانو منلې په بهر کې یې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه لومړنۍ موافقه کړې ده، له دې سره په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوم ځای ته رسېږي؟

ددې پوښتنې په تړاو پېښور کې د چارو څېړونکی رحیم الله یوسفزی له بي بي سي سره غږېدلی دی.