امريکا: له طالبانو سره په خبرو کې گونتانامو نه ده ياده شوې

Image caption ګونتانامو کې لا هم یو شمیر مهم طالب مشران شته

دا خبره د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکتوريا نيولېنډ په واشنگټن کې کوله چې د طالبانو سره په خبرو کې يې دا پرېکړه نه ده کړې چې د ګوانټانامو له بنده به يې زندانيان ايله کوي.

ميرمن نيولنډ ويل چې د واشنګټن واکمن په قطر کې د طالبانو دفتر په دې شرط پرېږدي چې له جنګ وجدله به لاس اخلي، له القاعدې څخه به يې پرمخ رغوي، د دې په خبره په افغانستان کې واکمن اساسي قانون او د بشر حق ته به سم دم غاړه ږدي، د روغې ملاتړ به کوي او د دې په قول کړه وړه به يې د نړۍ له اصولو سره برابر وي.

د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني دا يو ښه کار باله خو ويل يې چې موږ دمخه هم ويلي او اوس هم وايو چې موږ له طالبانو سره هغه وخت سوله کولای شو چې زموږ يوه يوه شرط ته به غاړه ږدي.

تردې له مخه افغان حکومت په عربستان يا ترکيه کې د طالبانو د دفتر پرجوړولو ټينگار کاوۀ.

خو اوس يې ظاهرآ قطر هم منلى او د دوى په وينا له امريکا او طالبانو د خبرو ملاتړ په دې کوي چې د بې گناه افغانانو د وژنې مخه به ونيول شي.

طالبانو په سې شنبې دا خبره په ښکاره اعلان کړې وه چې د قطر هيواد په ګډون له اړوندو لوريوسره خبري کړي او د زندانيانو په تبادله کې يې له ګواننانامو څخه د خپلو انډيوالانو ايله کېده هم غوښتي دي.

د لوېديځ څېړونکې دا کار د افغانستان د جنګ په ختمولو کې تر زېري کم ځکه نه بولي چې طالبان ترخپل دې شرط په ښکاره تېر شوي چې ويل يې ترڅو چې ټول امريکايي او ناټويي لښکر له افغانستانه ونه وځي د لوېديځ سره خبري نه کوي.

د لوېديځ سرچېنو له مخې دا ګړۍ يوسلو دېرش زره امريکايي اوناټويي لښکر په افغانستان کې جنګيږي.

امريکا او نورلوېديځ هيوادونه پرخبرو ټينګار کوي چې په يو ډول د ډولونو له دې اوږده او تاواني جنګه ځان په عزت راوباسي

ورته مطالب