ايساف پر خپلو ځاني تلفاتو اندېښنه څرگنده کړه

سرتيري
Image caption په تيرو دوو کلونو کې د ناټو گڼ عسکر په افغانستان کې ووژل شول

تېرکال په افغانستان کې د ایتلاف ۵۴۴ سرتيري وژل شوي، چې دغه کال يي په تېرو لسوکلونو کې د دویم ځل لپاره د عسکرو لپاره په خونړي کال بدل کړی و.

د نوي ميلادي کال له پیل سره د افغانستان په سویل هلمند او کندهار کې د سړک د غاړو چاودنو په دغه هېواد کې د مېشتو نړېوالو ځواکونو اته سرتیري وژلی دي.

نړېوال ځواکونه وايي، یوازې د جمعې په ورځ يې د افغانستان په سویل کې پنځه سرتېري د سړک د غاړې په بمي برید کې وژل شوي.

د دغو ځواکونو په وینا څلور سرتېري يې په یوه ځای د سړک د غاړې د بمي چاودنې په یوه پېښه کې او یو بل يې په یوه بله ورته پېښه کې وژل شوي دي.

په کابل کې د آیساف ځواکونو ویاند جنرال کارستن جاکوبسن له بي بي سي سره په خبرو کې يي دغه پېښې تاييد کړې ده.

" تاييدوم يي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هلمند او کندهار کې د پېښو له امله آيساف ځواکونو خپل اته سرتېري له لاسه ورکړل او لامل يې هم د سړک د غاړې چاودنې وې."

په داسې حال کې، چې د نوي میلادي کال شپږ ورځې تېرې دي، خو جنرال جاکوبسن وايي، د خونړي کال په اړه څه ویل به له وخته مخکې وي.

" اوس ډېر وخت دی، چې ووایم: ۲۰۱۲ میلادي کال به د تېرو کلونو په پرتله ډېر توپیر ولري، خو خواشینی یم، چې د نوي کال په لومړیو ورځو کې درنه مرګ ژوبله واوښته."

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرې اونۍ کې افغان او نړېوالو چارواکو اعلان وکړ، چې د دوى په وينا اورپکو ته په تېر کال کې درنې مرګ ژوبلې ته په کتو، به په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د اورپکو فعالیتونه لږ شي.

که څه هم تېرکال وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، خو نړیوالو ځواکونو ته هم ښه کال نه و، ځکه د دغو ځواکونو ٥٤٤ سرتېري په دغه کال کې په افغانستان کې ووژل شول.

ورته مطالب