په روان لمریز کال کې ۲۵۰۰ بنديان خوشي شوي

افغان بندیان د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال ملگرو ملتونو هم د افغان زندانونو پر بد حالت اندېښنه ښوولې وه او دا خبره ددې لامل شو چې افغانانو ته د بگرام زندان د سپارلو بهير وځنډېده.

د افغانستان عدليې وزارت يوازې په هغو زندانونو کې دوه ويشت زره کسان بندي دي،چې له دغه وزارت سره تړاو لري،چې يو شمير يې سياسي زندان دي او نور يې په بيلابيلو تورونو تورن دى او يا هم پړه ختلي دي.

چارواکي وايي چې نژدې ۳۰۰ نور بنديان د افغان او امريکايي چارواکو د هوکړو په پايله کې له بگرام زندن څخه هم خوشې شوي دي.

اړوند چارواکي وايي چې وسمهال نژدې دوه زره کسان په بگرام،او دوه ويشت زره نور د افغانستان په ټولو څلور ۳۰ زندانونو کې بندي دي.

خو د ځينو هيوادونو په څير دلته هم دود دي چې د ځينو ملي او مذهبي ورځو او نورو مناسبتونو د راسيدو په وياړ يو شمير زندانيان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ پريښودل کيږي،او د يو شمير نورو د بند موده لنډيږي.

د افغانستان د زندانونو مشر جنرال امير محمد جمشيد بي بي سي ته وويل چې سږ کال پر همدې بنسټ دوه دره او پنځه سوه زندانيان د افغانستان له څلور ديرش زندانونو څخه پرېښودل شوي.

ښاغلي جمشيد وويل چې سربيره پر دې نژدې درې سوه نور بنديان د افغان او امريکايي چارواکو د هوکړو په پايله کې له بگرام زندان نه پريښودل شوي دي.خو ښاغلي جمشيد د خبرو پر مهال د ټولو پريښودل شويو کسانو شميره په واک کې نه لرله.

تير لمريز کال په افغانستان کې ١٨٠٠ کسان بندي وو چې سږ کال پر دې شميره څلور زره نور هم ور ډير شوي دي.

افغان حکومت په ټولو څلور ديرشو ولايتونو کې هم څلور ديرش زندانونه لري.

داسې راپورونه دي چې افغان زندانونه ددومره شمير بنديانو د وسيدو وړتيا نه لري،او زندانيان له راز راز ستونزو سره لاس او گريوان دي.

خو د عدليې وزارت وايي چې اوس يې په زندانونو کې د پخوا په پرتله وړتياوې لوړې کړي او گڼې اسانتياوې يې پيدا کړي دي.

تېر کال ملگرو ملتونو هم د افغان زندانونو پر بد حالت اندېښنه ښوولې وه او دا خبره ددې لامل شو چې افغانانو ته د بگرام زندان د سپارلو بهير وځنډېده.

ورته مطالب