کمیسیون: 'د بګرام بندیان شکنجه شوي'

بګزام زندان د انځور حقوق AP
Image caption دا مهال په بګرام امریکايي زندان کې شاوخوا درې زره افغانان له طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره د تړاوو لرلو په تور بندیان دي.

د کابل په شمال کې د بګرام په امریکايي زندان کې د افغانانو د حالت د ارزولو کمېسیون د خپلو مشاهداتو، لیدنو او له بندیانو سره د مرکو پر بنسټ د خپل جوړ شوي تازه راپور جزییات ډاګیزه کړل.

کمېسیون په دې وروستیو کې د ولسمشر کرزي په لارښوونې جوړ شو.

د کمېسیون راپور په ټوله کې پر دریو برخو ورټول دی چې غوښنه برخه یې له بندیانو سره د ناوړه چلند یو لړ پېښې رانغاړي.

پر بندیانو زور زیاتی، د هغوی شکنجه او پرې د اوښلن ګاز شېندل او د مدافع وکیلانو نشتوالی هغې پېښې دي چې زندانیانو یې په اړه د کمېسیون ورغلي پلاوي ته شکایتونه کړي دي.

د کمېسیون مشر ګل رحمن قاضي وايي داسې بندیان یې هم ولیدل چې ویل یې د بند موده یې پوره شوې خو لا هم په زندان کې ساتل کېږي.

ښاغلی قاضي چې د افغانستان پر اساسي قانون د څار د کمېسیون مشر هم دی او بګرام د زندان د حالت د ارزولو مشري هم پر غاړه ده، د بګرام زندان د افغانستان د حاکمیت پر ضد وباله.

د انځور حقوق AFP
Image caption څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي ویلي وو چې ''له بهرنيو سره شته زندانيان دې ژر راوسپاري''.

د بګرام په امریکایي زندان کې د افغان بندیانو د حالت د ارزولو کمېسیون همدا څو ورځې د مخه د ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه جوړ شو.

په کمېسیون کې د ملي امنیت،لويي څارنوالۍ دفاع او عدلي وزارتونو او ځېنو نورو ادارو استازي شامل دي.

د ډېرو په ګمان افغانانو ته د بګرام د زندان د ورسپارلو چارو له طالبانو سره د سولې د خبرو د بریاليتوب لپاره یوه بله هڅه بلل کیږي. دغه زندان شاوخوا لس کاله د مخه د طالب واکمنۍ له پرځولو وروسته د شمالي ولایت د پروان په بګرام ولسوالۍ کې جوړ شو، دا مهال په کې شاوخوا درې زره افغانان له طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره د تړاوو لرلو په تور بندیان دي.

ورته مطالب