'ملي جبهه' د امریکا او طالبانو په مذاکراتو شک لري

Image caption د غونډې یوه ګډونوال عبدالرشید دوستم خبرې به طالبانو ته دا فرصت ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ځانته لاره هواره کړي.

د افغانستان ملي جبهه وايي چې دوی د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستو مخالفت نه کوي، په دې شرط چې مخالفین یې د خبرو یو اړخ وي.

دوی ویلي چې د برلین په غونډه کې یې د افغانستان پر روان وضعیت تفصیلي خبرې وکړې.

ددغې ډلې مشران دغه خبرې په داسې وخت کې کوي چې په تېرو دوه ورځو د جرمني په برلین ښار کې یې د امریکا د مشرانو جرګې او د جرمني له استازو سره په یوه غونډه کې ګډون درلود.

د افغانستان ملي جبهه نژدې دوه میاشتې وړاندې د ځینو پخوانیو جنګ سالارانو په مشرۍ د یوه سیاسي بنسټ په توګه د فعالیت اعلان وکړ.

د برلین د غونډې د اصلي هدف په اړه د ملي جبهې ویاند فیض الله ذکي وویل، ملي جبهې په دې غونډه کې هڅه وکړه چې خپل نظر د غونډې له بهرنیو ګډونوالو سره شریک کړي:

''د غونډې اصلي هدف د افغانستان پر وضعیت د نظرونو شریکول وو او طبيعي ده چې د ملي جبهې مشرانو هڅه وکړه چې د هېواد د روان سیاسي وضعیت په اړه د خپلو نظرونو اصلي ټکي روښانه کړي. او دا د هغو ۱۱ ټکو په چوکاټ کې اعلان شوي چې ملي جبهې د خپل جوړښت په پیل کې د افغانستان د لانجې د حل په موخه اعلان کړي وو.''

د ملي جبهې ویاند بي بي سي ته دا هم وویل چې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پر ممکنه جوړېدو هم خبرې وشوې.

جګړه بې ګټې ده

دوی وايي چې دوی اصولاً د خبرو له لارې د لانجې د ‎حل مخالف نه دي، خو په دې شرط که طالبان دې پایلې ته رسېدلي وو چې جګړه ګټه نه رسوي.

ښاغلي ذکي وویل، څه چې ملي جبهې ته مهم دي، ددغو خبرو بڼه او ماهیت دی.

که د جګړې یو اړخ طالبان دي، بل اړخ یې د طالبانو د نظر مخالفه ډله ده، چې له خبرو بهر باید پاتې نه شي.

د غونډې یوه ګډونوال عبدالرشید دوستم خبرې به طالبانو ته دا فرصت ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ځانته لاره هواره کړي.

حساس پړاو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د برلین په غونډه کې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پر جوړېدو هم خبرې وشوې.

جګپوړو امریکايي چارواکو تېره میاشت رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له ۱۰ میاشتو وروسته، له طالبانو سره خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي.

دوستم په برلین کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: "داسې اټکل دی چې طالبان شاید خبرې اترې د امریکا د ارامولو لپاره یوه وسیله وګرځوي، او له وخته ګټه واخلي. موږ باید دا ساده ونه بولو چې په داسې حالت کې به حالات بدلون ومومي او لابه پسې ناوړه شي."

د غونډې یوه بل ګډونوال محمد محقق وویل چې "دوی د خبرو له لارې د سولې مخالفان نه دي، بلکې د خبرو اترو پر بڼې او څرنګوالي شک لرو."

ورته مطالب