زابل: د 'ملي اردو سرتېري' یو امریکایی عسکر په ډزو وواژۀ

د انځور حقوق AP
Image caption د افغان سرتېرو له خوا د بهرنیو پوځيانو د وژلو پېښې تر ډېره په روزنیزو اډو کې رامنځته کېږي.

د افغانستان په سوېل کې د ملي اردو یوه سرتېري یو بهرنی عسکر په ډزو وژلی دی.

ایساف وايي، دا پېښه د تېرې شنبې پر ورځ (جنوري ۸) د افغانستان په جنوب کې رامنځته شوه.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې پېښه د زابل ولایت د افغان پوځيانو په یوه روزنیزه اډه کې رامنځته شوې ده.

دا برید داسې مهال شوی، چې په تېره یوه میاشت کې افغانستان کې د ناټو ۱۱ سرتېري وژل شوي.

د ایساف په خپره شوې ویناپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هویت او د وژل کېدو دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

خو خبرپاڼه زیاتوي، چې د وژونکي سرتېري او د پېښې په اړه یې ګڼې پوښتنې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته استولي دي.

خو اي پي خبري اژانس بیا ویلي چې وژل شوی سرتېری امریکایی دی.

اي پي ليکي، چې د افغان ملي اردو په یونیفورم کې یوه وسله وال کس د افغانستان په سوېلي کې د یوې اډې د ننه د امریکايي ځواکونو پر یوې ډلې ډزې وکړې، یو سرتېری یې وژلی او بل ټپي دی.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو منلې او ادعا کوي چې برید کوونکی د ملي اردو سرتېری خو له طالبانو سره یې اړیکه لرله.

د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته وویل چې برید کوونکی روح الله نومېږي او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی.

دغه ویاند دا ادعا هم وکړه چې په دې پېښه کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي اي پي خبري اژانس ته ویلي، د بهرنیو سرتېري په ځوابي ډزو برید کوونکی هم وژل شوی:

"دا مهال، په دې اړه پلټنه روانه ده چې د ملي اردو په یونیفورم کې دغه وسله وال څرنګه دا کار کړی دی. که چېرې هغه سرتېری وخېژي، نو د برید انګیزه به یې څه وي، موږ پلټنه پیل کړې ده."

تر دې وړاندې هم پر بهرنیو ځواکونو، په تېره بیا امریکايي هغو د افغان سرتېرو او یا د ملي اردو په یونیفورم کې په وسلو د سمبالو کسانو بریدونه شوي.

دغه بریدونه تر ډېره په روزنیزو کمپونو کې شوي.

Image caption ناټو هڅه کوي چې ژر تر ژره افغان ځواکونه وروزي، او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

په ځینو پېښو کې برید کوونکي افغان سرتېري دي، چې پر خپلو پوځي روزونکو یې د ټوپک خوله را اړولې ده.

خو یو شمېر بیا هغه کسان ختلي، چې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره یې اړيکي درلودل، او له برید وروسته هغوی ته ورغلي دي.

د تېرې دسمبر پر ۲۹مه، یوه افغان عسکر دوه فرانسوي پوځيان په ډزو ووژل.

او تر هغه یوه اوونۍ وړاندې بیا، یوه بل افغان سرتېري په هرات ولایت کې د پوځي اډې د ننه پر بهرنیو پوځيانو ډزې وکړې او یو شمېر یې ټپیان کړل.

ناټو هڅه کوي چې ژر تر ژره افغان ځواکونه وروزي، او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووځي.

ورته مطالب