د زندانونو مسؤولیت بېرته کورنیو چارو ته ولېږدول شو

زندان
Image caption د شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان په زندانونو کې له ۲۲ زرو ورپورته بندیان ساتل کېږي

د نوي فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د عدلیې له وزارت نه د هیواد د ټولو زندانونو او پکې د ساتل کېدونکو بندیانو مسؤولیت بېرته پر غاړه واخلي.

ددې چارې د ترسره کولو په موخه ولسمشر حامد کرزي یو فرمان صادر کړی.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له امر سره سم، په افغانستان کې د ټولو زندانو او په دغو زندانونو کې د ساتل کېدونکو زندانیانو مسؤولیت بېرته د عدلیې له وزارت نه د کورنیو چارو وزارت ته لېږدېدلی.

د قضایي اصلاحاتو د هڅو په لړ کې له اوس نه نهه کاله وړاندې د ورته فرمان له مخې دغه مسؤولیت د کورنیو چارو له وزارت نه د عدلیې وزارت ته لېږدېدلی و.

دا له امریکایانو د بندیانو د ورسپارلو په حکم پسې په افغانستان کې د زندانونو او بندیانو د برخلیک په اړه د یوې اوونۍ د ننه موده کې د ولسمشر حامد کرزي دوهم داسې حکم او فرمان دی چې سمدلاسه ډیر پام وراوښتی.

دغه مسؤولیت په ۲۰۰۳ کال کې د ولسمشر د ورته فرمان له مخې د عدلیې وزارت ته لېږدیدلی و.

هغه وخت دا په هیواد کې د قضایي اصلاحاتو یوه مهمه برخه بلل شوې وه، خو د افغانستان د عدلیې وزارت اوس پر څټ د دغې ستنېدنې دلیل امنیتي اندېښنې او په ځانګړي ډول د بندیانو د تېښتې مخنیوی بولي.

د عدلیي وزیر حبیب الله غالب د ورلسمشر حامد کرزي د دغه فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته د مسؤولیتونو د سپارلو د سند د لالیک پر مهال وویل، د کورنیو چارو وزارت دا وړتیا لري چې د بندیانو له اړخه ټولې احتمالي اندېښنې په سمه توګه وارزوي او مخه یې ونیسي:

پراخ امکانات

''د کورنیو چارو وزارت پراخ امکانات لري. زه باور لرم چې هغوی به د بندیانو د استوګنې شرایطو او دا ډول د زندانونو داخلي نظم ته پوره پام وکړي او بندیانو ته به د هغو وسایلو د ورسېدو مخه ونیسي چې په زندانونو کې د ناارامیو په رامنځته کېدو کې کارول کېږي.''

په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو زندانونو کې د بندیانو له لوري د اعتصابونو دوام او د بندیانو تېښتې، په ځانګړې توګه د کندهار له زندان نه دوه ځله د طالب بندیانو پلان شویو ډله ییزو تېښتو، د زندانونو د امنیت د خوندیتوب له اړخه اندېښې زیاتې کړي دي.

چارواکي هم مني چې زندانونه یې په معیارونو برابر نه دي، خو د کورنیو چارو د وزیر بسم الله محمدي ژمنه دا ده چې د هېواد په ټولو زندانونو کې به د شرایطو له اړخه د اصلاحاتو پراخ بهیر پيل کړي:

Image caption د بشري حقونو فعالان د زندانونو د شرایطو د خرابوالي تر څنګه له بندیانو سره د امنیتي ساتونکو ناوړه چلند چې کله ناکله پکې د بندیانو د کړولو او جنسي ازار ادعاوې هم ورګډيږي، لویې اندېښنې بولي.

''د حالاتو د ارزولو لپاره ټولو زندانونو ته پلاوي استول شوي. تر اوسه د ۱۵ زندانو چارواکي بدل شوي او نوې مقررې پکې شوي. په پاتې هغو کې به هم ډېر ژر نوي چارواکي وګمارل شي. له دې اړخه به ډېر پام د څري پله پر زندان ورټول وي. له بده مرغه د دغه زندان شرایط لا هم سم نه دي. هیله مې دا ده چې دغلته به د نویو چارواکو پر مټ د زندان د مدیریت چارې په ښه توګه سمبال شي.''

د شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان په زندانونو کې له ۲۲ زرو ورپورته بندیان ساتل کېږي، خو چارواکي وایي د دوی امکانات په مناسبه توګه د دومره شمیر بندیانو له ساتلو ډیر لږ دي او د امکاناتو همدغه محدودیت د زندانو د ناوړه شرایطو اصلي لامل بولي.

خو د بشري حقونو فعالان د زندانونو د شرایطو د خرابوالي تر څنګه له بندیانو سره د امنیتي ساتونکو ناوړه چلند چې کله ناکله پکې د بندیانو د کړولو او جنسي ازار ادعاوې هم ورګډيږي، لویې اندېښنې بولي.

ورته مطالب