''د برلین غونډې اندېښنې راپارولې دي''

د برلین غونډه کې جنګ سالاران
Image caption د حکومت سیاسي مخالفانو له طالبانو سره د امریکا پر مذاکراتو شک وښود.

د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز وايي وايي د جرمني په برلین کې د یو شمېر افغان ډلو د مشرانو غونډې د خلکو اندېښنې راپارولي. ځکه دغه کسان ناڅرګنده او مرموزه توګه سره راټول شوي دي.

د جنرال دوستم، محمد محقق او احمد ضیا مسعود په ګډون یو شمېر کسان په تېرو دوه ورځو د جرمني په برلین ښار کې د امریکا د مشرانو جرګې او د جرمني له استازو سره په یوه غونډه کې ګډون کړی.

په قطر کې طالبانو ته د رسمي دفتر د پرانیستلو د خبرو له تودېدو سره په برلین کې د امریکا د مشرانو جرګې او جرمني له استازو سره د یو شمېر افغان مشرانو لېدو کتو ګونکسي راپارولي دي، او دغه راز غونډې د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیانو لاس وهنه بولي.

د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي په برلین کې د یوې ځانګړې ډلې راټولېدل، نا څرګندې موخې لري چې د خلکو اندېښنې یې راپارول دي.

ښاغلی لېوال وايي که د یوې علمي موسسې له خوا کومه غونډه جوړیږي نو هغې ته معمولا ټولنې او څېړونکي وربلل کیږي او هغوی پر مسلو تحلیلي خبرې سره کوي.

که د برلین غونډه یو علمي او څېړنیزه غونډه وي نو ولې یو شمېر پوځي قومندانان وربلل کیږي.

او که دا سیاسي غونډه وي نو ولې د یوه ځانګړي لوري او د ملي ضد نظریې خاوندان پکې راټولیږي، نو ځکه یې جوړېدل د پوښتنې وړ دي.

د افغانستان د خبریالانو د ټولنې مشر عبدالحمید مبارز په وینا دغه راز حرکتونه د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ لامل کیږي.

دغه ډول حرکتونه د امریکا، جرمني او انګلستان په وړاندې زموږ د پراخې بې باورۍ لامل ګرځي. دوی باید خپلو خلکو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان پر ضد دا شان خوځښت وکړي او افغان ملت هغه باور چې پر دوی یې کړی بېرته ترې واخلي.

د برلین د غونډې د اصلي موخې په اړه د ملي جبهې ویاند فیض الله ذکي ویلي وو دوی په دې غونډه کې هڅه کړې چې خپل نظر د غونډې له بهرنیو ګډونوالو سره شریک کړي.

د افغانستان ملي جبهه نژدې دوه میاشتې وړاندې د ځینو پخوانیو جنګي ډلو په مشرۍ د یوه سیاسي بنسټ په توګه جوړه شوه.

بل پلو د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دوی د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ له یوموټي افغانستان څخه پر خپل اوږد مهاله ملاتړ ټینګار کوي اوهرډول ویناوې چې د یادې موخې پرخلاف وي بې بنسټه بلل کیږي.

ورته مطالب