پکتیکا: د طالبانو ډله ییز برید کې ۸ کسه ووژل شول

پکتیکا
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي چې په بریدونو کې دوه پولیس او درې برید کوونکي وژل شوي.

د افغانستان پکتیکا ولایت کې وسله والو طالبانو پر یو شمېر حکومتي ودانیو بریدونه کړي دي.

د ۵۰۵ سپین غر زون قومندانۍ ویلي، چې دغه بریدونه د ماسپښین په څه باندې ۳ بجو پای ته ورسېدل، چې په کې دوو برید کوونکو خپل ځانونه چوولي او پنځه نور د پولیسو په ډزو وژل شوي.

سرچینه وايي، چې په برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دوی وايي چې په څلور نور ملکي مامورین هم ټپیان شوي.

د دغه څو ساعته برید له کبله د مخابراتو ریاست ته سخت زیان اوښتی.

طالبان وايي چې له مخابراتو ریاست په ګټې اخیستو یې پر استخباراتو او یو شمېر نورو ودانیو بریدونه کړي.

سیمه کې خلک وايي چې دوی درنې چاودنې اورېدلې دي.

خلک له کورونو نه شي راوتلی او اندېښمن دي چې که یې د سر خطر نه وای کورونه یې پېېښي وای.

د جګړې د سیمې پر اسمان چورلکې تاوېږي او ډزې روانې دي.

دغو بریدونو پوره شپږ ساعته دوام کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په بریدونو کې دوه پولیس او درې برید کوونکي وژل شوي او دو نور پولیس ټپیان دي.

سیمه کلابنده شوې او امنيتي ځواکونه ورغلي دي.

د ښرنې بازار تړل شوی او خلکو خوندي ځایونو ته ځانونه رسولي.

طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ادعا کړې چې د د پکتیکا د والي پر دفتر، د استخباراتو په ریاست، ولايتي بیارغاونې دفتر او ګڼو نورو حکومتي تاسیساتو یې بریدونه کړي.

دوی دا هم ویلي چې په دغو بریدونو کې ګڼو په وسلو ځانمرګو برید کوونکو برخه اخیستې ده.

د استخباراتو ریاست

طالبان ادعا کوي چې د استخباراتو ریاست له نیول کېدا وروسته یې په دغه ریاست کې یو شمېر کسان او کارکوونکي وژلي، خو دغه ادعا تر اوسه چا نه ده منلې.

د طالبانو ادعا ده چې په د والي پر دفتر، پي آر ټي او د استخباراتو پر ریاست بریدونو کې یې تر ۲۰ ډېر پولیس وژلي دي.

طالبان وايي په دې بریدونو کې د دوی یو ځانمرګی برید کوونکی وژل شوی.

ورته مطالب