ولسمشر کرزی: دښځو پر وړاندې زورزیاتی بايد پای ته ورسېږي

کرزی
Image caption ولسمشر کرزي ويلي د ښځو پروړاندې تاوریخوالي کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته راکاږي.

په افغانستان کې د ماشومې ناوې د ربړونې ټکان ورکوونکې پېښې په پايله کې ولسمشر حامد کرزي ژمنه کړې چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کې ښکېلو پر ضد به ګام اخلي.

ولسمشر کرزي دغه خبرې د افغانستان ښځو شبکې اتیا تنو غړيو يوه پلاوي سره له کتنې وروسته کولې.

د ښځو دغه پلاوي د ۱۵ کلنې سحر ګل د قضيې په اړه له ولسمشر کرزي سره خبرې کولې، چې د خپلې خسرګنۍ له خوا سوځول شوې، وهل شوې او نو کان يې ايستل شوي وو.

سحرګل تېره مياشت په بغلان کې د خپل مېړه کور په مځکې لاندې کوټه کې موندل شوې وه، چې ۶ مياشتې په کې د خپل مېړه او خسرګنۍ له خوا بندی وه.

د افغان ولسمشرۍ په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ښاغلي کرزي د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی یو ستر انساني ناورین بللی دی.

ولسمشر کرزي ويلي د ښځو پروړاندې تاوریخوالي په اړه چې کله هم خبر شوی، نو ډېر ژریې ګام پورته کړی او له دې وروسته به هم دا موضوع جدي نیسي او د دغه ډول ناوړه عمل ترسره کوونکي به د قانون منګولو ته راکاږي.

د سحر ګل پېښه کې، د دې خسر، خواښې او ندرور نيول شوي، په داسې حال کې چې مېړه يې لا تروسه خوشي ګرځي.

د افغان ولسمشر خبرپاڼه زیاتوي ولسمشر کرزي په راتلونکې فبرورۍ کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي له منځه وړلو لارو چارو او عامه پوهاوي په اړه د افغان عالمانو او ښځو شبکې یو ګډ ملي کنفرانس جوړولو سپارښتنه وکړه.

Image caption خيريه ټولنې وايي افغانستان کې ډېرې مېرمنې د زورزياتي له پېښو سره مخامخ وي.

په تېر اوکتوبر کې د اوکسفام خيريه ټولنې د يو راپور د شمېرو له مخې ۸۷ سلنه افغان مېرمنو د فيزيکي، جنسي يا رواني تاوتريخوالي يا هم په زور واده کونې راپورونه ورکړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسيون د ۲۰۱۱ کال د لومړۍ نيمې په وروستيو دريو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ۱۰۲۶ پېښې ثبت کړې، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۰ کې د دغه ډول پېښو شمېر ۲۷۰۰ ښودل شوی و.

ورته مطالب