د مړيو سپکاوي وېډيو غوسه پارولې ده

امريکايان د انځور حقوق Reuters
Image caption په وېډیو کې پوځيان داسې ښکاري چې د مړيو پر جسدونو ميتيازې کوي

افغان ولسمشر حامد کرزي د هغې وېډيو غندنه کړې چې د امريکا سمندري ځواکونه په کې ښکاري د طالبانو پر مړيو ميتيازې کوي.

طالبانو هم د دغې وېډيو غندنه کړې او د مړيو سپکاوی يې "شرمناک" عمل بللی دی.

د طالبانو يو وياند بي بي سي ته وويل "دا د انسان کار نه دی، دا يو وحشي عمل دی، او زموږ لپاره د شرم ځای دی چې خبرې پرې وکړو."

خو د طالبانو يو بل وياند وويل دغه وېډيو به د جګړې پای ته رسولو او سولې خبرو پر وړاندې خنډ نه شي.

"وحشي عمل"

د افغان ولسمشر حامد کرزي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي: "د افغانستان حکومت د هغې وېډيو په خپرېدا چې امريکايي سرتېري په کې د دری تنه افغانانو د جسدونو سپکاوی کوي، په ژوره متاثر شوی دی."

په اعلاميه کې زياته شوې: "د امريکايي سرتېريو له خوا دغه ډول عمل په ريښتيا هم يو نا انساني عمل او په کلکو ټکيو د غندنې وړ دی. موږ په څرګنده د امريکا له حکومت غواړو چې د دغې وېډيو په اړه بيړنۍ پلټنه وکړي، او هر هغه چا ته چې په دې جرم کې پړ وموندل شي تر ټولو سخته جزا ورکړي."

د امريکا پوځ هم ويلي دوی د دغې وېډيو د ريښتينوالي په اړه پلټنه کوي، او د سمندري ځواکونو قول اردو ويلي دغه ډول عملونه له بنسټيزو تګلارو سره سمون نه لري.

په خپره شوې وېډیو کې څلور تنه سړی ليدل کېږي چې پوځي جامې يې اغوستې او داسې ښکاري چې د مړيو پر جسدونو ميتيازې کوي.

مړي توربخوند پوټکی لري، پښې لوڅي دي، او ازادې جامې يې پر تنو دي. يو مړی داسې ښکاري چې پر وينو لت پت دی.

دا لا نه ده معولمه چې دغه وېډيو له کومه شوې ده.

پوځيان داسې ښکاري چې پوهېږي د دوی فېلم اخيستل کېږي.

"وحشي عمل دی"

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل ګنې دا لومړی ځل نه دی چې امريکايان په کې داسې "وحشي عمل" ترسره کوي، او دا چې د امريکايانو پر وړاندې به د طالبانو بريدونه روان وي.

د طالبانو يو بل وياند ذبيح الله مجاهد وويل دغه وېډيو "کوم سياسي بهير نه دی، نو زموږ خبرو او د بنديانو تبادلې ته به زيان ونه رسوي، ځکه چې په لومړي پړاو کې دي."

تېره اوونۍ طالبانو وويل دوی د يو سياسي دفتر پر جوړولو کار کوي، چې کېدی شي د خليج په قطر کې وي، او دا کېدی شي له افغان حکومت او لوېديځو ملګريو سره يې د سولې خبرو چټک پيل ته لار هوراه کړي.

واشنګټن له ګوانتانامو زندان نه د يوشمېر طالب بنديانو پر خوشي کولو غور کوي، چې د اسوشيېټېډ پرېس خبرې اېجنسۍ په وينا دا د باور جوړونې يو ګام دی.

دغه وېډيو لا تر اوسه په افغانستان کې په پراخ ډول نه ده خپره شوې، خو په خپرېدو يې داسې وېره شته چې کېدی شي په دغه هېواد کې د بهرنيانو شته والي پر وړاندې د تاوتريخوالي غبرګونونه راوپاروي.

غندنه او پلټنه

د امريکا پوځ ويلي په دې وېډيو په "ژوره خواشيني" شوي او په اړه يې پلټنه کوي.

په پنټاګون کې د سمندري ځواکونو قول اردو مرکز په يوه اعلاميه کې ويلي: "دغه انځور شوي عملونه زموږ له بنسټونو سره سمون نه لري، او زه موږ قول اردو کې د سمندري ځواکونو د شخصيت څرګندونه نه کوي. د دې مسالې به بشپړه پلټنه کېږي."

د ناټو په مشرۍ د امنيت مرستندويه نړيوالو ځواکونو (ايساف) ويلي دوی "په وېډيو کې د انځور شويو عملونو پياوړې غندنه کوي، او داسې ښکاري چې د امريکايانو يوې وړې ډلې ترسره کړي، چې اوس په افغانستان کې خدمت نه کوي."

په يوه بېله مساله کې د امريکا پوځ د ۵ مې سټرايکر لوا ۵ تنه سرتېري محاکمه کوي، چې په ۲۰۱۰ کال کې په کندهار کې د ځای پر ځای کېدنې پر مهال د ملکيانو پر وژنه تورن دي.

امريکا شواخوا ۲۰۰۰۰ سمندري ځواکونه افغانستان ته استولي، چې ډېر يې په کندهار او هلمند ولايتونو کې دي. په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ټولټال شمېر ۹۰۰۰۰ ته رسېږي.

امريکا او په افغانستان کې يې ملګريو ويلي پلان لري چې د دغه هېواد امنيت ساتنې دنده افغان ځواکونو ته وسپاري او د ۲۰۱۴ کال په پای ته رسېدو د جګړې ځواکونه وباسي.

ورته مطالب