پيلوزي: د افغان فلم لوړې ژورې

د افغانستان پر سينما يوه توضيحي مرکه د پيلوزي ددې گڼې د پيل توکى دى. پلمه يې پر دغه موضوع د يوې تاريخي څېړنې خپرېدل دي چې ډآکټر واحد نظري چمتو کړې ده. همده پېلوزي ته د خپل کتاب- "د افغانستان د سينما بشپړتيايي بهير" ارزولى دى.

د افغانستان پر تياتر هم لنډ تم شوي يو او دوه وتلي لوبغاړي مو يې پر هغو ستونزو او ننگونو غږولي چې نندارې ورسره په تېره بيا په سيمو کې مخامخ دي.

په نړيوالو مطالبو کې مو د موسيقۍ د نابغه تړونکي – لودويگ فان بيتهووېن يو نوى موندل شوى ليک راخيستى چې د هغه د کړاو او بېوسۍ بېسارې يادونه لري.

هند ته د ليکوال سلمان رشدي د ورتگ پر سر راپورته شوې ناندرۍ مو هم ياده کړې چې د هغه هيواد اسلامي مخکښو ناسم بللى دى.

د ادبي کره کتنې په برخه کې مو د نثر او نظم دوه ټولگې د پيلوزي دې گڼې ته غوره کړيدي. لومړۍ د "کليلې او دمنې" پښتو ژباړه ده چې ډاکټر صالح محمد زيري په لندن او دويمه يوه شعري ټولگه ده چې مصطفى سالک په کابل کې خپره کړېده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب