دپوهني وزارت: په دریو کلونو کې ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړوو

Image caption د افغانستان دپوهنې وزارت وايي پلان لري چې تر راتلوونکو دریو کلونو د افغانستان ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د روان لمریز کال په ترڅ کې یې نژدي ۱۵۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.

وزارت وايي په پام کې ده چې د روان لمریز کال ترپایه سلګونو نورو ښوونځیو ته هم ودانې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تير کال د اگست په مياشت کې دغه وزارت ويل چې په يوۀ کال کې يوازې د ٥٠٠ ښوونځيو د ودانيو جوړولو توان لري.

دوى دا نه دې ويلي چې څه ډول يې تر خپل وسه هم د ډيرو ودانيو د جوړولو توان وموند.

په همدې لړ کې جاپان له دغه وزارت سره ۲۵ ميلیونه ډالر مرسته کړې چې د افغانستان په دریو ولایتونو ډایکنډي، بامیان او غور کې به د ښوونځیو لپاره د ودانیو پر جوړولو ولګول شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې دم ګړۍ په افغانستان کې اته عشاریه څلور ميلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دا شمېره ایله یو ميلیون زده کوونکو ته رسیده خو اوس چې د زده کوونکو شمېره د په خوا په پرتله څو برابره ډیره شوې د ښوونځیو ودانیو ته هم اړتیا ډیره شوې ده.

د پوهنې وزارت وايي پلان لري چې تر راتلونکو دریو کلونو د افغانستان ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

لا هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جلا جلا لاملونو له کبله تر ٥٠٠ډير ښوونځي تړلي دي چې له کبله يې په لسگونو زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوې دي.

د تير کال د اگست په مياشت کې د افغانستان د ښوونې و روزنې وزارت ويلي وو چې په اتو ولایتونو کې به شاوخوا ۸۵۰۰ هغو زده کوونکو ته، چې تر کېږدیو لاندې زده کړې کوي، د ښوونځیو ۱۵ودانۍ جوړې کړي.

ورته مطالب