ضيا مسعود: برلين کې مو فدرالي سيستم نه غوښت

ضيا مسعود
Image caption ضيا مسعود وايي دوى فدراسي سيستم نه غواړي خو پارلماني نظام د ولسمشرۍ تر سيستم ښه بولي

د افغان دولت مخالفه ټلواله ملي جبهه وايي تر هغې پورې چې په افغانستان کې د سولې په بهير کې د دوى پښه ورگډه شوي نه وي نو دغلته د سوله او ټيکاو راوستنه ناشونې ده .

د دغې ټلوالې مشران چې تازه له جرمني نه راستانه شوي وو ، د کابل په هوايي ډگر کې يې خبريالانو ته وويل چې برلين ته د دوى د سفر يوه موخه دا وه چې نړيوال په دې وپوهوي چې د دوى له حضوره پرته په افغانستان کې نه نظام جوړيداى شي او نه هم د دوى په ټکو سوله ټينگيداى شي .

په همدې حال کې جرمني ته د دغه پلاوي سفر د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې بيلابيل غبرگونونه هم راپارولي دي ، پرون د پکتيا ولايت مخورو او د ولايتي شورا استازو د يوې غونډې په ترڅ کې د جرمني ناسته وغندله او گډونوال يې په ملي خيانت تورن کړه .

د افغان دولت مخالفه ټلواله داسې مهال له طالبانو سره د سولې په بهير کې د ورگډيدو خبره کوي چې نن سبا د امريکا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې او طالبانو تر منځ خبرې تودې شوي او د سيمې لپاره د امريکا د ولسمشر ځانگړى استازى هم کابل او قطر ته د سفر په درشل کې دى .

کابل ته په رسيدو دغه پلاوي سملاسي په يوې جوړې شوې خبري ناسته کې وويل چې دا مهال دوى د ميليونونو افغانانو په استازيتوب په دغه هيواد کې د سولې په خبرو اترو کې د پراخې ونډې غوښتونکي دي .

د ټلوالې مشر احمد ضيا مسعود وايي چې ټلواله يې د ميليونونو افغانانو استازيتوب کوي ، نو په خبره يې دغلته که د سولې او جوړجاړي بهير پر مخ ځي نو د دوى له گډون پرته به نيمگړى وي :

" تر هغې، چې د قضیې اصلي اړخونه، چې د مقاومت پرمهال له طالبانو سره جنګیدلي، د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه وا نه خلي ، فکر نه کوم، چې په افغانستان کې به سوله راشي. په ځانګړي ډول د افغانستان ملي جبهه، چې د میلیونونو افغانانو استازیتوب کوي او سیاسي ګوندونو هم پکې دي، نو که چیرې له وسله والو طالبانو سره په خبرو کې مهمه ونډه ورنه کړل شي، په افغانستان کې دسولې ټنګښت نا شونی بریښي."

دافغان حکومت د مخالفې ټلوالې ملي جبهې مشر، احمد ضیا مسعود هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې دوی د برلین په غونډه کې د افغانستان د تجزیې او په افغانستان کې دفدرالي نظام د رامنځ ته کیدو په اړه بحثونه کړي.

پخوا داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د برلین په غونډه کې د شمالي ټلوالې یو شمیر پخوانیو مشرانو د افغانستان لپاره د فدرالي نظام په اړه خبرې کړې وې. احمدضیا مسعود دې ډول اوازو پړه پر افغان حکومت واچوله:

" موږ په دې اړه، چې څنګه په افغانستان کې سیاسي اصلاحات راتلای شي، په دې باور وو او اوس مو هم په دې باوري یوو، چې پارلماني سیستم باید د اوسني نظام ځای ونیسي یو مسوول حکومت په افغانستان کې راشي، چې د هیواد د سیاسي بنسټونو په اړه د مسوولیت احساس وکړي. ریاستي نظام په ډیرو هیوادونو ښیې پایلې ورکړي، خو هلته سیستم د ځواکونو د برابروالي پربنسټ ولاړ دی خو له بده مرغه زموږ په هیواد کې نظام د ځواک د برابروالي پربنسټ ولاړ نه دی. هغه اوازې، چې ګواکې موږ هلته د دې لپاره تللي وو، چې فدرالي نظام مو معرفي کړی، او د افغانستان تجزیه غواړو، دا ټولې غلطې خبرې دي، او حکومت يې د دې لپاره کوي چې د افغانانو عامه ذهنونه له هغه څه نه واړوي،چې موږ هلته ویلي دي"

د برلين له غونډې وروسته په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي وو چې د غونډې برخه والو په افغانستان کې د غير متمرکز سيستم خبرې کړې وې چې دغه حالت ته په افغانستان کې ډير د فدرالي سيستم پيلامه وايي.

که څه هم په دغه پلاوي کې د پښتنو په استازيتوب څوک نه تر سترگو کيږي خو د دغه پلاوي يوه بله سياسي څيره رشيد دوستم هم د راتگ پر مهال د کابل په هوايي ډگر کې راڅرگند نه شو ، د ملي وحدت د گوند مشر محمد محقق پر افغان حکومت تور پورې کړ چې گواکې د سولې بهير د خلکو له نظره پټ ساتي او د ده په خبره حکومت تر دې مهاله په دې برخه کې هر څه په خپله گټه څرخولي دي :

" حکومت هڅه کوي، له خلکو او له هغو ډلو پرته، چې په افغانستان کې اغیز لري، هرڅه د خپل ځان په ګټه پای ته ورسوي. دې کار ته نه طالبان، چې حکومت یې له نظره کمزوری ښکاري، حاضریږي او نه هم زموږ قناعت حاصلیږي. موږ حق لرو، چې د خپلو خلکو د راتلونکې په اړه اندیښنه ولرو. موږ حق لرو، که چیرې د سولې خبرې کیږي، برخه پکې ولرو ځکه د افغانستان له نیمایې وګړو پرته سوله نه شي کیدای."

جرمني ته د دغه پلاوي له تگ سره جوخت داسې گنگوسې هم خپرې شوې وې چې گواکې دغه پلاوى په افغانستان کې د فدرالي نظام او په اساسي قانون کې د ادلون بدلون غوښتونکي دي او په همدې موخه يې نړيوالې ټولنې ته لاس غځولى دى ، خو د ټلوالې مشران وايي چې دوى د فدرالي نظام پلويان نه دي بلکې دوى وايي چې دغلته د پارلماني نظام غوښتنه لري او خپله دغه غوښتنه هم قانوني بولي .

دغه ټلواله که څه هم نوې ده او له عمره يې شاوخوا يوه مياشت تيريږي ، خو ټولې په کې هغه څيرې راټولې شوي چې پخوا يې د طالبانو سره ډيرې جگړې کړي او تر دې وړاندې په نورو جوړو شويو ټلوالو کې هم ښکيلې وې .

د برلين له ناستې سره سم د دغې ټلوالې ځينو غړو هغه وغندله او د ورغلي پلاوي سفر يې برلين ته د هغوى شخصي او سليقوي چاره وبلله .

دا رنگه افغان دولت هم دغه هڅه د افغانستان د اساسي قانون سره په مخالفت کې گڼلې وه .

بل پلو د جرمني ځينو حکومتي چارواکو هم ويلي وو چې دغه ناسته د دوى د حکومت په بلنه نه ده ترسره شوې او خپل هيواد يې د بن کنفرانس پر پريکړو ژمن بللى و .

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم ويل چې په برلين کې ناست کسان په خپله خوښه ورغلي او د واشنگټن پکې لاس نشته.