د ناټو رالوېدلې چورلکه کې درې کسان وژل شوي

چورلکه
Image caption طالبان وايي دا چورلکه دوی راغورځولې ده.

د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې د ناټو یوه چورلکه رالوېدلې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي.

دا پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ (جنوري ۱۶) د سوېلي ولایت هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې شوې.

د هلمند د پولیسو مشر وايي، چورلکه ټوټې ټوټې شوې او تر لوېدو وروسته یې اور اخیستی.

دوی تخنيکي ستونهز د چورلکې د لوېدو لامل وباله.

بل خوا، د سوله ساتو ځواکونو (ایساف) یوه ویاند منلې چې افغانستان کې یې یوه چورلکه رالوېدلې ده.

خو د طالبانو یوه ویاند ادعا کړې چې ګني دا چورلکه ددوی جنګیالیو راغورځولې ده.

په روسیه کې دغې جوړې شوې چورلکې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالاتي توکې رسول.

ورته مطالب