امريکا: د مړو د سپکولو د پېښې پلټنه پیل شوې

امريکايي واکمنو ادعا کوله چي په پېښه کې يې پلټني پيل کړي او ددو څخه يې پوښتني هم کړي دي.

خو ددغه امريکايي عسکرو نومونه يې په رسنيو کي نه دي ښکاره کړي.

له دوو نه يې د امريکا د سمندري ځواک د پلټنو څانگې اښتنې پوښتنې کړې دي.

له دې معلومېږي چې دغه امريکايي عسکر د هلمند په جبهو کې جنګېدل او د نارت کوريلاينا د ايالت د لښکرکوټ ډله ده.

د دفاع وزير لېون پنيټا وویل چې دا کار د افغانستان په جنګ کې امريکايانو ته ګټه نه لري او له قوله يې ودې شي چې د امريکايانو پر ضد کار ترې واخيستل شي او د روغې جوړې خبرې هم بې خونده کړي.

د امريکايي رسنيو له قوله ددغه پوځيانو دوو کسانوته په ګډون ددې ډلې قومندان ته د ويډيو ترخپرېدو له مخه نورې پوځي دندې ورکول شوي دي.

رسنۍ يې دا هم وايي چې دغه ډله پوځيان دافغانستان او عراق جنګونو ته څوڅو واره استول شوې او هم يې د ګوانټانامو په امريکايي زندان کي پوځي کارونه کړي.

دغه ويډيو چې په انټرنيې کې راوتلې امريکايي پوځيان او درې کسه د افغانانو مړي په وينو لت پت پکې معلومېږي چې د ځينو په ګومان دطالبانو مړي دي.

امريکايي پوځيان پردغه مړو متيازي يا بولې کوي، ډرۍ په وهي او پرې خاندي.

د نه سړي کال

د امریکا سمندري پوځيان

دغو سمندري ځواکونو تېر کال افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.

امريکايي واکمنو په ظاهره دا کار د خواګرځي او د نه سړي کار بللی لکه دوی چې ددغه ډول کار مخالف وي.

د دوی د بهرنيو چارو وزيري هیلري کلنټن هم پر دغه کار خوابدتيا ښکاره کړې ده.

طالبانو که څه هم دا کار غندلی، خو ويلي يې دي چې اوس هم جوړه ورسره غواړي.

دا خبره تر اوسه نامعلومه ده چې مړو ته د سپکاوي دا ويډيو چا او په څه نيت خپره کړې ده.

که څه هم تردې له مخه د افغانستان او عراق له جنګونو داسې ويډيويي او انځوريز خبرونه خپاره شوي چې امريکايي پوځيانو په مړو ملنډې وهلې، خو د نړۍ لپاره اريانوونکی خبر هغه و کله چې په تېر مني کي د امريکا يوه لوړ پوړي سياسي چارواکي د بهرنيوچارو وزيري هيلري کلنټن د لېبيا د پخواني ولسمشر معمر قذافي د مړي د سپکولوپر ويډيويي خبر د رسنيو په مخ کي د ملنډو ډکه تبصره وکړه، چې وروسته په امريکا کي خپلو ډموکراټانو هم نيوکې پرې وکړې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .