بدخشان کې د واورې ښویېدو ۱۶ کسان مړه کړل

د انځور حقوق BBCPashto.com

د افغانستان په شمال بدخشان کې سختو واورو او د واورو ښویېدو شاوخوا ۱۶ کسه مړه کړي دي.

دغلته ځايي چارواکي وايي د اشکاشم په ولسوالۍ کې لا هم يو شمېر خلک د واورو تر انبارونو لاندې ايسار دي.

د بدخشان د بېړنيو حالاتو د ادارې مشر ثناء الله اميري بي بي سي ته وويل د ژغورنې عمليات په بېلا بېلو ولسواليو کې روان دي:

''د ژغورنې هڅې روانې دي. موږ تر اوسه په اشکاشم کې يوولس کسه ژغورلې دي. خو تر اوسه چې موږ له دې اړخه کوم تلفات لرو په هغو کې ۱۵ کسه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوې دي.''

د ولسوالۍ د لیرې والي له کبله تر واوو د لاندې کسانو د ژغولو لپاره د ژغورندویه ډلو پروړاندې خنډونه رامنځ ته شوي.

د اشکاشم ولسوالۍ ته غځېدلی سړک د واورو ښویېدو له کبله بند شوی او د ژغورنې ډله هڅه کوي چې دغې ولسوالۍ ته ځانونه ورسوي.

ځايي چارواکي وايي، چې له پلټنو سره کېدای شي د مړ شوو او ژوبلو کسانو شمېر ډېر شي.

د تېرې یکشنبې پر ورځ (جنوري ۱۵) هم په کابل ښار کې د یوې بې ځایه شوې کورنۍ یوه دوه نیم کلنه ماشومه د واوې او یخنۍ له کبله مړه شوې وه.

په بستره کې مړه

د ماشومې کورنۍ وايي هغه مازدیګر مهال ژړاوې پیل کړې او سهار چې د کور نور غړي له خوبه راپاڅېدل هغه په بستر کې مړه پرته وه.

د ماشومې کورنۍ په جنوبي ولایتونو کې له جنګ جګړو د تښتېدلیو هغوو سلګونو کورنیو په پنډغالي کې ژوند کوي چې، له څو کلونو راهېسې د کابل ښار د قمبر په څلور لارې کې یې کېږدۍ درولي دي.

ورته مطالب