ايراني شرکت هرات کې د ١٥٠ ميليونه ډالرو پانگونه کوي

سمنټ
Image caption ايراني شرکت به په هرات کې د سمنټو فابريکه جوړوي

د ولمسشر کرزي په مشرۍ د افغانستان کابينې د دوشنبه په ورځ ( د جنوري ١٦ ) د يوۀ ايراني شرکت وړانديز ومانۀ چې د هرات په ولايت کې پانگونه وکړي.

د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدا راهيسته ايران له افغانستان سره د شاوخوا نيم ميليارد ډالرو مرستې کړي دي.

خو د يوې پانگونې په توگه ١٥٠ ميليونه ډالر د کوم ايراني شرکت له لورې تر ټولو ډيرې دي.

د ايران په پوله پروت هرات کې به د سمنټو د يوې فابريکې او د سکرو پر معدن " پيشگامان صنعت مجد" شرکت کار کوي.

د ولسمشرۍ دفتر په کابل کې وايي ايرانى شرکت به په کار کې به افغان کارگر گماري.

دوى زياتوي چې د کان کنستنې، او توليد ترڅنگ نور پرمختيايي کارونه هم بايد ايرانيان وکړي.

استوگنځايونه، درملځاى، ښوونځى، جومات، تفريحي ځايونه او د فابريکې او پاخۀ سړک ترمنځ د ١١ کيلومتره سړک جوړول د تړون يوه برخه ده.

ماليې

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي د ايران پيشگامان صنعت مجد شرکت مکلف دى چې د امتياز حق، د مځکې د اجارې حق، د فابريکې د تاسيساتو او دغه راز نورې ماليې به د افغانستان له قوانينو سره سم ورکوي.

د تړون نور جزييات په ډاگه شوي نه دي.

دا هم څرگنده نه ده چې د هرات د سمنټو په فابريکه کې به څومره کسان کار کوي او توليد به يې څومره وي.

د سکرو معدن د پهلوانان په نامۀ سيمه کې دى چې د هرات په ښار کې دى.

په افغانستان کې تر ټولو ډيره پانگونه چيني او هندي شرکتونو کړې ده.

افغان چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې د درو تريليونو ډالرو معادل معدنونه شته چې سپړل يې د نړيوالو پانگونه غواړي.

ډير بهرني شرکتونه د نا امنيو له امله په افغانستان کې پانگونې ته زړۀ نه ښه کوي.

خو افغان چارواکي وايي دوى چمتو دي چې بهرنيو پانگوالو ته د دوى د پانگې او ځان ساتنې لپاره ښه امنيتي چاپېريال جوړ کړي.

ورته مطالب