د استاد منلي کالم، دا کابل دى :همدردۍ

کابل
Image caption کابل کې تر يوې لويشتې ډيره واوره ووريده

په کابل کې واوره وشوه او خدای شته چې ښه واوره وه. یوه اونۍ وړاندې چې د مخکینۍ واورې نخښې د آسمایي او شېردروازې له غرونو الوتې وې، که له دریو تنو سره به مخ شوې یوه به ضرور دا هیله ښکاره کوله چې کاشکې واوره وشي چې د کابل د اسمان دوړې او لوګي ځمکې ته راکوز کړي.

یو نیم خو به لا د وچکالۍ وېره هم ورسره مله کړه. دا متل که د چا هېر شوی و چې، کابل دې بې زرو وي خو بې واورې دې نه وي، سږ ژمی به یې بېرته زده کړی وي.

د خوارانو دعا ومنل شوه. په څلورویشتو ساعتونو کې تر لوېشتې ډېره واوره واورېده.

د کابل خلکو او ورسره چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو ته یوه بله اندېښنه پیدا شوه: هغه خواران چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې په خېمو کې پراته دي، د هغوی به څه حال وي؟

په تېره بیا چې سږکال په هېواد کې د سون د توکو بیې هم د نړيوالو بازارونو او د افغان سوداګرو د انصاف په برکت تر اسمانه رسېدلې دي. داسې تلویزیوني چاینل که وي چې پر دې خبره یې راپورتاژ جوړ نه کړ، د کامرې او خبریال د ناوزګارتیا له امله به ترې داسې شوي وي.

په دفتر کې هم همکارانو په دې اړه ډېرې خبرې درلودې. پر دې چې کار او سرپنا د افغانستان د اساسي قانون او د طبیعت له غوښتنې سره سم د هېواد د وګړو حق دی او دولت یې په تامینولو مکلف دی پاخه بحثونه وشول. هغه ماشومان هم یاد شول چې له سهاره تر ماښامه په کوڅو کې دروېزه کوي او یوه ټیکۍ په کې دا هم وویشتل شوه چې مافیایي ډلې د بېوزلو له خوارۍ نه ځانونو ته لنګه غوا جوړوي.

یا د هغه څو ورځو وړاندې دعاګانې چې واوره وشي او یا دغه د انساني همدردۍ څرګندونې. یوازې خدای پر یوه حالت دی. هغه خبرې هم پر ځای وې او دا هم.

که دولت یا حکومت یا ټولنه د واورې په ورېدو او نه ورېدو کې هېڅ نه شي کولای، وچکالي هم یوه ناخواله ده او ساړه هم له زغمه وتلی کړاو دی.

د ادم اولاد یو د بل وجود دی، یو پر بل دردېږي. د ادم اولاد. خو حکومتونه لکه چې په دې کتګورۍ کې نه شي راتلای، هغوی نورې ستونزې او نور مجبوریتونه هم لري.

د نوي سیاسي نظام پر جوړېدو پوره لس کاله واووښتل. افغانستان له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې سمندر ته لار ورکه کړې ده، له څو زره کالو راهیسې، له کومې ورځې چې انسان دلته مېشت شوی دی، په دې هېواد کې ژمی شته او په غالب ګومان چې دا حالت به څو کاله نور هم دوام وکړي. نه حکومتونه او نه ولسونه، د دې توان نه لري چې د باران او واورې د ورېدو یا نه ورېدو په اړه تصمیم ونیسي، ژمی سوړ یا تود کړي.

دا خبره پر خپل ځای، مګر ولې موږ هر کال د ژمي په راتلو غافلګیره کېږو، لکه هېڅ تمه مو چې نه وي چې بیا به هم ژمی راځي او ساړه به وي؟

زموږ هېواد له هرې خوا له یو بل هېواد سره تړلی دی چې ګټې یې تل زموږ له ګټو سره همغږې نه وي.

زموږ سوداګري د ګاونډیانو له خوا تل تر ګواښ لاندې ده او هېڅوک دا ضمانت نه شي کولای چې هغه مال چې د تورې بحیرې، یا د ارام سمندر، یا د هند سمندر څنډو ته راشي هغه دې ضرور تر کابله هم راورسېږي. دا خبره نه نوې ده او نه هېښوونکې. لس کاله کېږي چې هر ژمی ایران افغان کډوال راشړي او افغان حکومت په عذر او زارۍ د ایران حکومت د بشردوستۍ حس ته لاس غځوي، پاکستان د هرې تروریستي پېښې پر سبا افغان کډوال زندان ته اچوي او افغان حکومت د خدای روی وروړي چې خیر دی، ورور دولت دې ګوزاره وکړي.

داسې نه ده چې په وطن کې دې ټکو ته د چا پام نه دی. له څو کالو راهیسې د ستراتیژیکو زېرمو خبرې کېږي، د سوداګرۍ پر بدیلو لارو کنفرانسونه جوړېږي، د مهاجرینو په اړه په نړيوالو ناستو کې په میلیونو ډالر خوړل کېږي خو لا تر اوسه کوم د پام وړ کار نه دی شوی.

د «ادم اولاد» چې بېل، بېل وي، هر یو یې «بني آدم» دی خو چې ګڼ شي نو بیا ترې قومونه او ولسونه جوړ شي. بني آدم یو د بل غړي دي، د یو درد د بل درد دی خو قومونه او ولسونه بیا حکومتونه لري او حکومتونه...

ورته مطالب