د کونړ څوکۍ اوسېدونکي ناټو ته په غصه دي

کونړ
Image caption د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي هم په وژل شوو کې د ولسي کسانو احتمال نه ردوى خو د پېښې په تړاو لا پوره روښانتيا ته نور هم تم دى.

د کونړ څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل خلکو قهرېدلی غبرګون ښودلی، چې ولې یې بهرنیو ولسي وګړي وروژلي دي.

د ديوه ګل په اندرلچک کې وړمه شپه نړيوالو او افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي.

د بګرام وينا پاڼه دغلته د نهو وسله والو د وژلو خبر وکوي او وايي چې دوه هسې وسله وال يې هم وژلې چې په برکو کې پټ وو.

همدغه څه ته د اعتراض په ډول د څوکۍ ګڼ قومي مشران ولايتي دفتر ته راغلى وو.

دوى وژل شوي شپږ کسه يادول او ويل يې په وژل شوو کې يوه ښځه او څلور کم عمره هلکان دي.

ځينې ناخپلواک رپوټونه دا هم وايي چې په وژل شوو کې د هغه سيمه یيزطالب قومندان ورور هم شامل دى چې تېرکال ورته د يوې مرستندويه ټولنې د برطانوۍ کارکوونکې لينډا نارګرو د تښتونې ګوته نيول کېده.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي هم په وژل شوو کې د ولسي کسانو احتمال نه ردوى خو د پېښې په تړاو لا پوره روښانتيا ته نور هم تم دى.

د ولسي مرګ ژوبلې ادعا شوې پېښه داسې مهال کېږي چې د افغان حکومت او ناټو ترمنځ د شپنيو عملياتو او له دې اړخه د ولسي مرګ ژوبلې پرسر ترينګلتيا لا پرخپل ځاى پاتې ده.

ورته مطالب