نورستان د پوهنې وزارت پام غواړي

نورستان
Image caption په نورستان کې د ناامنیو او بې پامۍ له کبله ګڼ ښوونځي تړل شوي.

د افغانستان په ختيځ کې نورستان د هغو لايتونو په ليکه کې دى چې د ناامنيو او بې پامۍ له امله يې ډېرښوونځي هېڅ ودانۍ نه لري.

د نورستان چارواکي وايي په کامديش او برګمټال کې شته ښوونځي له مودو راهيسې تړلې پاتې دي.

د نورستان والي تميم نورستانى وايي د راتلونکي کال پلان يې د ښوونې او روزنې وزارت ته ورکړى چې که ومنل شې شاوخوا ٤٠ ښوونځي به پرانيزي.

ښاغلى تميم وايي کابل ورسره د مورميرې سلوک کوي او د اړيکو پربنسټ ولايتونو ته پاملرنه کوي چې دده په وينا نورستان يې شاته پرېښودل شوى.

په نورستان کې اوس ١٧٠ ښوونځي شته چې ٨٠ په سلوکې يې ودانۍ نه لري.

په کامديش او برګمټال کې د جګړو له امله يوشمېر ښوونځي تړل شوى.

د نورستان والي تمیم نورستانی وايي: ''خداى دې وکړي چې له اوسنۍ مرستې نه نورستان ته يوڅه ورکړل شې.

ځينو بې وزلو ولايتونوته مرستې ورکول کېږې خو نورستان ته نه ورکول کېږې.

نورستان يو بې وسه ولايت دى، خداى دى وکړې چې کابل دا مرستې زموږ پرځاى هغو ته ورنه کړي چې سياسي اړيکي لري او وکيلان یې هم خوځنده دي نه په دې ډول د نورستان په څېر ولايتونه شاته پاتې کېږي.''

په همدې ډول د نورستان اوسېدونکي هم د ښوونځيو د نشتوالي له امله خپل راتلونکى تياره ويني او وايي چې حکومت همدغې چارې ته ډېره پاملرنه وکړي.

ورته مطالب