لانګې: فراري سرتېري فرانسوي عسکر وژلي دي

ژیرار لانګې
Image caption ژیرار لانګې وايي کېدای شي فراري وژونکی افغان سرتېري پاکستان کې وخت تېر کړی وي.

ند فرانسې د دفاع وزیر د پوځ د لوی درستیز په ملتیا د کاپيسا ولایت کې د پنجشنبې د ورځې د پیښې د پلټنې لپاره کابل ته رسېدلی. په دغه پیښه کې یو افغان سرتیري په مخامخ ډزو څلور فرانسوي سرتیري وژلي او ۱۶ نور یې ژوبل کړي و.

د افغانستان د دفاع وزارت هم د پیښې د پلټنې لپاره پلاوی ګمارلی.

د پیښې د انګیزې جزییات لا نه دي روښانه خو د فرانسې ولسمشر وار له مخه د افغان ځواکونو په روزنه کې د خپلې ونډې د ځنډولو امر کړی او له دې سره جوخت یې له وخته وړاندې له افغانستان نه د خپلو حواکونو د ویستو د احتمال یادونه هم کړې ده.

دا هغه څه دي چې د شنونکو په باور په کابل سربېره د افغانستان په ماموریت کې ښکېله نړیواله ټولنه هم له ننګونو سره مخامخ کولی شي.

په افغانستان کې د ناټو د مېشتو ځواکونو او دا راز د افغانستان د دفاع وزارت سرچینې دواړه د جمعې په ورځ په کاپیسا کې د یو افغان سرتېري په ډزو د څلورو فرانسوي سرتیرو د وژل کېدو او ۱۶ نورو د ژوبلېدو د پېښې د څرنګوالي په اړه اوس په ډير احتیاط او ان له وړاندې په شمیرل شویو کملو او جملو خبرې کوي.

پلټنه

د دغو سرچینو اشارې دا دي چې له برید کوونکي افغان سرتیري پلټنې پیل شوې خو د ډزو د انګیزې او تر دې مهاله د پلټنو په ترڅ کې د لاس ته ورغلو جزییاتو ډاګیزه کول له وخته وړاندې خبره بولي.

د فرانسې د دفاع وزیر ژیرارډ لانګي او لوی درستیز اډوارډ ګیلاد پخپله د دغو پلټنو د څارنې لپاره کابل ته راغلي.

د کابل په هوایي ډګر کې د کوزیدو پر مهال د ښاغلي لانګي سترګې تر بل هر څه وړاندې پر هغو فرانسوي سرتیرو ولګیدې چې په کاپیسا کې د تیرې ورځې په پېښه کې ژوبل شوي او د درملنې لپاره فرانسې ته د استول کېدو په موخه د کابل هوایي ډګر ته وړل شوي و.

تر دې لږ څه کم یوه میاشت وړاندې هم ښاغلی لانګي په همدغه هوایي ډګر کې د کوزیدوپر مهال د هغو دو فرانسوي سرتیرو له تابوتونو سره مخامخ شوی و چې په همدغه ولایت یعنې کاپیسا کې یو بل افغان سرتیري په ورته پيښه کې ویشتلي او وژلي و.

ښایي په لنډه موده کې د پیښو همدغه ورته والی او تکرار هغه څه وي چې د فرانسې ولسمشر یې د شنونکو په باور توند او تر یو بریده حیرانوونکي غبرګون ته هڅولی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فرانسه په افغانستان کې شاوخوا څلور زره پوځيان لري.

د افغان سرتیرو په روزنه کې د فرانسې د ونډې ځنډول، د افغان او فرانسوي ځواکونو د ګډو عملیاتو بندیدل او له مخکیني مهال ویش نه وړاندې له افغانستان نه د فرانسوي ځواکونو د ویستو احتمال په کاپیسا کې د تیرې ورځې پیښې ته د نیکولا ساغکوزي د غبرګون مهم ټکي و.

شک نشته چې د ښاغلي ساغکوزي دغه غبرګون به پر کابل سربیره د افغانستان په حساس ماموریت کې په ناټو کې د فرانسې انډیوالانو ته هم ټکان ورکړی وي.

خو په کابل کې د ناټود سیاسي دفتر ویاند دومینیک میډلي بي بي سي ته وویل د افغانستان په اړه د ناټو سیاسي اتحاد مضبوط دی او د سازمان د مشر اندریس فو راسموسن د تیرې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره یې دا اندیښنې ناسمې وبللې چې کیدی شي د فرانسې د ولسمشر څرګندونې د اتلاف نور غړي هم د ورته دریځ خپلولو ته وهڅوي.

ورته مطالب