مخالفه ټلواله: د افغانستان واکمن نظام 'له کاره لوېدلی'

د حکومت سیاسي مخالفه ټلواله د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption احمد ضیا مسعود د تېرو لسو کلونو تجربو ته اشاره کوي او له مخې یې اوسنی ریاستي نظام ناکام او له کاره لوېدلی بولي.

د افغانستان د واکمن نظام مخالفې ټلوالې اوسنی واکمن نظام له ناکام او فاسد بللی دی.

د 'ملي جبهې' په نوم د حکومت مخالفې ټلوالې دا غبرګون ایله یوه ورځ وروسته تر هغه راغلی، چې ولسمشر کرزي په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کالو راهیسې د بهرنیو نظامونو ازمویل ناکام وبلل.

په افغانستان کې د اوسني سیاسي نظام د بدلون د اړتیا په اړه د مخکیني مرستیال ولسمشر، او اوسمهال د ملي جبهې په نوم د یوې سیاسي ډلې د مشر احمدضیا مسعود دغه وروستۍ څرګندونې، له لویه سره د ولسمشر کرزي د شنبې د ورځې هغو څرګندونو ته تازه غبرګون دی چې وایي هېچا ته به د هېواد د سیاسي نظام د بدلولو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي کرزي د پارلمان د ۱۶ دورې د دویم تقنیني کال د پيل پر مهال په خپله وینا کې وویل افغانستان د سیاسي نظامونو د ازمون لابراتوار نه دی او په دې هکله یې د سیاسي اپوزیسیون وروستي بحثونه او وړاندیزونه، د تېرو ۴۰ کلونو د ناکامه تجربو د تکرار هڅه وبلله.

ښاغلی مسعود بیا په خپل وار د تېرو لسو کلونو تجربو ته اشاره کوي او له مخې یې اوسنی ریاستي نظام ناکام او له کاره لوېدلی بولي.

وړاندیز یې دا دی چې د ریاستي نظام ځای دې پارلماني هغه ته پرېښودل شي او د دې پر مټ دې د ولایتونو او ولسوالیو د اداري واحدونو مشران هم له کابل نه د انتصاب پر ځای د خلکو د رایې له لارې انتخاب شي.

د ریاستي نظام ملاتړ

ښاغلي مسعود له خپل دریځ نه د دفاع په ترڅ کې د ولسمشر کرزي په ګډون د ریاستي نظام ملاتړي له څيرمې په یو پراخ او پرانیستي بحث د ګډون لپاره هم وننګول:

''اوسنی نظام د منلو وړ نه دی، موږ د یوه نامتمرکز جوړښت غوښتونکي یو، چې سیاسي واک ووېشل شي او په دې برخه کې موږ چمتو يو، چې له اوسنيو واکمنو سره مذاکره وکړو. موږ د زور او فشار له لارې خبره نه کوو، د مذاکرې مېز ته دې راشي، موږ ملي جبهه او نورې دیموکراتیکې ډلې چې په افغانستان کې دي، دا تحلیل کړو، چې ولې مو په تېرو لسو کلونو کې ونشوی کړی، چې له یوې ډېرې وروسته پاتې مرحلې څخه ځان وژغورو. اصلي لامل يي پیدا کړو، که دوی وشوی کړی، موږ ته قناعت راکړي موږ به قناعت وکړو او که موږ وشوی کړی، چې دوی ته قناعت ورکړو، دوی باید قناعت وکړي.''

د افغانستان د سیاسي نطام د بدلون د اړتیا په اړه د بحثونو دغه تازه لړۍ لږ ډیر ۱۰ ورځې وړاندې په جرمني کې له ځینو امریکایي سناتورانو سره د جنرال دوستم، محمد محقق او ضیا مسعود له غونډې راوروسته توده شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي کرزي د پارلمان د ۱۶ دورې د دویم تقنیني کال د پيل پر مهال په خپله وینا کې وویل افغانستان د سیاسي نظامونو د ازمون لابراتوار نه دی

داسې ربوټونه هم و چې د جرمني په دغه غونډه کې يه پارلماني هغه د ریاستي نطام د بدلولو د وړاندیز تر څنګه د فدرالي نظام پر اجندا هم خبرې شوي خو رسنیو ته وتلۍ مهمه خبره یې له ریاستي نه پارلماني نظام ته د هیواد د سیاسي نظام د بدلولو خبره یادیږي.

د افغانستان له ملي جبهې پرته چې همدغه درې ناراضي سیاسي مشران یعنې احمدضیا مسعود، جنرال عبدالرشید دوستم او محمدمحقق یې د سرکسان یادیږي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف ډله هم د ریاستي نظام پرځای د پارلماني نظام غوښتنه لري.

دغو دواړو دا اشارې هم ورکړې چې پر حکومت به د ګډ فشار د راوستو او داز د هیواد د اوسني سیاسي نظام بدلیدو ته د لارې د اوارولو لپاره په خپلو کې ګډ اتحاد جوړ کړي.

ورته مطالب