افغانستان او ترکمنستان د مهمو اقتصادي پروژو ژمنې وکړې

بيرغونه
Image caption افغانستان او ترکمنستان په درو اقتصادي پروژو خبرې وکړې

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د چارشنبه په ورځ( د جنوري ٢٥) په ترکمن باشي ښار کې د ليدو پر وخت د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د غازو د نلليکې يا ټاپي ، د اورگاډي دپټلۍ او افغانستان ته د ترکمن برېښنا د ليږدولو پر مسايلو خبرې وکړې.

دواړو لوریو د تاپي د پروژې او په راتلونکي کې د دغې پروژې د عملي کېدلو په اړه د همکاریو ژمنې وکړې.

د افغان چارواکو په وينا ولسمشر کرزي له خپل ترکمن سيال سره ليدنه "موثره او موفقه" وارزوله.

حامد کرزي په تېرو کلونو کې د ترکمنستان هېواد له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ټاپي پروژه د افغانستان ترکمنستان، پاکستان او هند لپاره یوه حیاتي پروژه ده.

ترکمن غاړې يو وار بيا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا هېوادونو ته د ګازو د لېږد پروژه مهمه وبلله او د عملي کېدلو لپاره يې د کابل په وينا د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.

د غازو د نلليکې دغه پروژه نژدې دوه لسيزې وړاندې مطرح شوې وه خو په افغانستان کې د ناکراريو له امله تر اوسه عملي شوې نه ده.

برېښنا

د کانونو او صنایعو افغان وزیر وحیدالله شهراني چې ترکمنستان ته له ولسمشر کرزي سره تللى دى ، وویل:

"د ترکمنستان له آته مراد نه تر اقینې پورې د ۸۶ کیلومتره په اوږدوالي د اورگاډي د پټلۍ د پروژې د مطالعې او ډیزاین کار بشپړ شوی دی چې سږ کال به یې عملي کار پیل شي."

ښاغلي شهراني زياته کړه:

"د ترکمنستان له خوا افغانستان ته د ۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د صادرولو پروژه چې په دوو کلونو کې به یې کار بشپړ شي، زموږ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولای شي."

افغانستان واردمخه له ازبکستان او تاجکستان څخه برېښنا اخلي خو غوښتنه يې دا ده چې شمال لويديځو ولايتونو ته له ترکمنستان څخه هم برېښنا ترلاسه کړي.

ولسمشر کرزى له ترکمنستان وروسته د اروپا په لور خوځيږي.

ښاغلى کرزى به ايتاليا، فرانسې او برتانيا ته سفرونه کوي.

د افغان چارواکو په وينا د دغو سفرونو په ترڅ کې ولسمشر کرزى د ستراتيژيکو اړيکو تړونونه لاسليکوي.

ورته مطالب