بشري حقونه: تير يو کال افغانستان کې ډير بد و

Image caption په افغانستان کې لا هم خلکو ته بنسټيز حقونه، نه دي ورکړل شوي.

د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په نیویارک کې دی په خپل راپور کې ویلي په افغانستان کې د تېر یوه کال په ترڅ کې لږ پرمختګ شوی او خلک د راتلونکې په اړه ډېر اندېښمن دي.

د څار ټولنې راپور لیکي په داسې حال کې چې په ځینو برخو کې پرمختګ لیدل کیږي، خو زیاتره خلک په تېره بیا ښځې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو له ناقانونۍ سره مخ شوې دي.

د بشري حقونو د څار په راپور کې راغلي د نړیوالې ټولنې پلانونو او د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې له افغانستان نه د بهرنیو سرتېرو وتلو د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.

د بشري حقونو څار ډله هځومن رايټز واچ وايي له ټولو برياوو سره سره، اوس هم په افغانستان کې امنيتي ځواکونه او ملېشې خلک کړوي او ولس په عام ډول، خو ښځې په ځانگړې توگه له پراخې ناقانونۍ کړېږي.

څار ډله وايي د مرسته کوونکو ستړيا او د بهرنيو عسکرو وتل ښايي په مهمو برخو کې پرمختگونه زيانمن کړي.

د څارډلې د آسيايي څانگې مدير براډ آډمز بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په تېر کال کې د بشري حقونو پرمختگ په افغانستان کې د حلزون (هغه حشره ډېره ورو ځي) له چټکتيا سره پرتله کړ چې په وينا يې دا کار د افغانستان پر راتلونکې اندېښنې ډېروي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو اندېښنې په پراخېدو دي او لا هم د خلکو بنسټيزحقونه نه دي ورکړل شوي.

په دغه هېواد کې د حساب کتاب نشتوالی ، د قانون کمزورې واکمني، ضعيف حکومت او د قانون او تګلارو نشتوالي ښځو ته زيان رسولی، پر ملکيانو يې بریدونه ډېر کړي او اداری فساد ته يې لاره هواره کړې ده.

راپور کاږي په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته په ټولنه کې د ښځو ونډه زياته شوې د بېلګې په ډول اوس د دوی په مينځ کې د پارلمان غړې، قاضيانې، څارنوالانې، مدافع وکیلانې، پوليسې، پوځيانې، د ټولنيزې برخې کارکوونکې او د بشري حقونو فعالانې دي، خو لا هم ګواښل کېږي او زورزیاتی ورسره کېږي.

ښاغلي آډمز بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل د طالبانو تر سقوط وروسته په ٢٠٠١ کال کې بشري حقونو په افغانستان کې خورا ډراماتيک ښه والى وموند، قوانين وضع شول او يو څه لومړنى نظم راغى، خو په وروستيو کلونو کې د حالاتو خرابي ډېره چټکه شوې ده.

کړول ډېر شوي، جنگ سالاري په ټول هيواد کې، ان پخپله د حکومت په زړه کې بيا غوړېدلې، د ملېشو بيا رامنځته کېدل په ټول هيواد کې پيل شوي چې ځينې يې د اربکيانو په نامه پخپله حکومت رامنځته کوي.

خو ښاغلي آډمز وويل چې يوازې د حکومت سمون د نورې خرابۍ مخه نيولى شي:

"زما لويه اندېښنه د هيواد له حکومت څخه ده. ډېر حکومتيان خپل ډېر وخت د طالبانو، نړيوالې ټولنې او د ناټو عسکرو د تگ په څېړلو تېروي. خو اصلي ستونزه، لکه هسې چې ډېرئ افغانان يې راته وايي، د حکومت بېخوندي ده.

حکومت ونشواى کړى چې نظم راولي، قانوني نظم ټينگ کړي، فساد خورا پراخ دى او نشي کولى چې د تېرو لسو کلو د پراخو پيسو له ماتېدو سره سره خلکو ته لومړني اساسي خدمتونه وړاندې کړي.

نو اصلي ستونزه د حکومت بېخوندي ده او د دې غم بايد وخوړل شي. که دا کار ونشي، نور ټول شيان خپل ارزښت له لاسه ورکوي."

Image caption راپور وايي وسله وال هغه نجونې په نښه کوي چې ښوونځي ته ځي.

دغه ډله وايي معمولآ ښځې ډېرې خوندي نه دي. دوی وايي طالبان او نورې وسله والې ډلې پر دوی بريدونه کوي او ګواښي يې.

د وسله والو ډلو لوی هدف د ښوونځي نجونې، د نجونو د ښوونځيو کارکوونکي او هغه ښځې دي چې په ټولنيزو چارو بوختې دي.

اخلاقي فساد

په راپور کې ويل شوي چې حکومت د اخلاقي فساد په تور ښځې او نجونې زندانی کړې دي، د بېلګې په ډول هغه نجونې هم په زندان کې دي چې له کوره تښتېدلې دي.

راپور دغه راز په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې ستونزه هم ياده کړې، کاږي چې په دغه هېواد کې لا هم په هرو لسو ماشومانو کې يو له پنځه کلنۍ وړاندې مري او په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د ولادي ناروغيو له امله مري.

دغلته په کم عمر کې ودونه او دغه راز د زور ودونه زيات شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي اوسني اصلاحات، د ښځو پر وړاندې د زورزياتي د لرې کولو د قانون په څېر په پراخه کچه د ښځو په ژوند کې د پرمختګ په تړاو ناکام شوی او لکه چې حکومت نه غواړي خپل مقررات عملي کړي.

راپور د افغانستان قضايي سيستم ته هم اشاره کړې او هغه يې کمزوری او پېچلی بللی دی.

دوی وايي د دغه قضايي سيستم پر ځای خلک دا غوره بولي چې خپلې شخړې د دوديزو جرګو له لارې حل کړي.

په محکمو او پوليسو کې فساد د افغانانو هيلې په قضا لا کمې کړي دي.

په ۲۰۱۲ کې له عدليې وزارت نه د کورنيو چارو وزارت ته د زندانونو سپارل هغه څه دي چې پر زندانيانو د شکنجو د زياتېدو ويره يې نوره هم زياته کړې ده.

د بشري حقونو د څار ټولنې د اسيا د برخې مشر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل پر ولسمشر کرزي بايد فشار راوړل شي چې په بشري تېريو تورن جنگسالاران لېرې کړي، که هغوى په مرکز کې وي، که ولاياتو کې که په حکومت کې وي يا پارلمان کې.

دی وايي که دا کار ونه شي نو جگړه د گټلو نه ده او ولس د حکومت تر څنگ نه درېږي.

د بشري حقونو څار ډلې د دغه مشر په وينا، د ښځو او نجونو مساله ځانگړې پاملرنه غواړي، ځکه چې د هغوى خلاف خورا محافظه کار دريځونه په حکومت کې په پياوړتيا دي او چې څومره طالبان واک ته رانژدې کېږي هماغومره ښځو او نجونو ته خطر ډېرېږي:

"که طالبان پر ولسي وگړو د بريدونو، بې محاکمې مجازاتو، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې خپلې تگلارې واړوي، موږ واک ته د هغوى له راستنېدو سره ستونزه نه لرو. خو د هغوى تېرې کړنې خورا ډېرې ډاروونکې دي."

راپور دغه راز طالبان هم ګرم کړي چې ګواکې په بمي چاودنو کې یې ډېری ملکیان وژل کېږي او دغه راز يې ويلي طالبان هغه کمکي ماشومان چې عمرونه يې د اتو کلونو په شاوخوا کې دي ځانمرګو بريدونو ته هڅوي.

د څار دغه ډله وايي په جګړه کې ټولې غاړې په خپلو توقيف ځايونو کې له خلکو سره بد چلند کوي.

دوی وايي د هېواد د سويل ډېره برخه د حکومت د مخالفو وسله والو ځواکونو په ولکه کې ده او هغه چې د دوی له ولکې بهر ده په ډېره برخه کې يې قانون نه شته.

د بشري حقونو د څار ډلې پر افغان حکومت غږ کړی چې بشري حقونو ته لومړيتوب ورکړي او د افغانستان له نړيوالو شريکانو يې غوښتي چې تر اوږدې مودې په دغه هېواد کې د بشري حقونو، د خلکو امنيت او د افغانستان ودې ته ژمن پاتې شي.

د بشري حقونو د څار دغه ډله دا اندېښنې پر داسې يوه مهال څرگندوي چې نړيوال د وتلو په تکل کې دي او طالبان په تېرو لسو کلو تر هر بل وخت ډېر غښتلي شوي دي.

ورته مطالب