د کانګرس راپور: ۲۰۱۱ کې ۲۲۶۲ افغانان وژل شوي

Image caption د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې د ولسي وژنو ۸۰ سلنې پړه پر اورپکو اچول شوې.

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس یوه خپاره شوي راپور تېر ۲۰۱۱ کال د ملکي مرګ ژوبلې له اړه تر ټولو خونړی هغه بللی.

د کانګرس تازه خپاره شوي راپور ویلي، د وړم ۲۰۱۰ کال په پرتله چې ۲۷۷۷ ملکي وګړي پکې وژل شوي، تېر ۲۰۱۱ کال هم دغه مرګ ژوبله راټيټه شوې نه ده.

راپور کاږي چې په ۲۰۱۱ کا کې د افغانستان تاوتریخوال کې ۲۲۶۲ ولسي ګړي وژل شوي.

اې ايف پي خبري اژانس د امریکا د کانګرس د راپور په حواله ویلي، تېر کال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ډېره لږ راټيټه شوې ده.

راپور کاږي، چې تېر کال د افغان ملي اردو ۲۸۹ سرتېري وژل شوي، چې تر هغه په مخکې کال کې دا شمېره ۸۲۱ وه.

د راپور په حواله، په ۲۰۱۰ کال کې ۱۲۹۲ ملي پولیس او تېر کال ۵۲۲ پولیس وژل شوي.

د دغه خپاره شوي راپور له مخې، تېر کال د بهرنیو ځواکونو لپاره هم خونړی و، داسې چې د له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ۲۰۱۱ ترپایه ټول ټال شاوخوا ۱۸۶۴ امریکايي پوځيان وژل شوي او تر ۱۵۲۶۲ ډېر نور ټپیان شوي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د یوه بل خپاره شوي راپور له مخې، د ۲۰۱۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۶۲ ولسي وګړي وژل شوي، چې تر هغه د مخکې کال پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې د ولسي وژنو ۸۰ سلنې پړه پر اورپکو اچول شوې.

ورته مطالب