اروپايي اتحادیه: د افغانستان تحمیلي سوله پایښت نه لري

بي ګوداس یوشاکس

اروپايي ټولنه وايي د افغان حکومت له غوښتنې پرته، پر دغه هېواد له بهره سوله تحمېلدی نه شي.

اروپايي اتحادیه داسې مهال دا خبره کوي، چې امریکا په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانیستو او له هغوی سره د مخامخ خبرو اترو پر هڅو بوخته ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د افغان ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، سولې ته د طالبانو له ژمنتیا پرته په دغه هېواد کې سوله او ثبات ناشوني دي، خو ټینګار یې پر دې دی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې یو ښه ګام دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی بي ګوداس یوشاکس د سولې په ټینګښت کې د افغان ولس او حکومت رول اړین بولي:

''موږ د افغانانو په مشری د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوو. که په افغانستان کې ريښتينې لېوالتیا نه وي، ناممکنه ده، چې له بهره سوله پردغه هېواد تحمیل شي. زه باور لرم، چې افغان دولت سولې ته ژمن دی، خو مهمه ده، چې مقابل لوری هم د سولې ته ، ورته لېوالتیا وښيي.''

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، که څه هم اروپايي ټولنه د سولې د خبرو یوه برخه نه ده، خو باور لري، چې په افغانستان کې روان بحران یوازې د خبرو له لارې هوارېدی شي.

له تاوتریخوالي لاس اخیستل، له نړیوال تروریزم سره د اړیکو شلول او په تېرو لسو کلونو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو ساتل او بشري حقونو ته درناوی، له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د اروپايي ټولنې یو لړ وړاندیزونه دي.

د ښاغلي یوشاکس په وینا په دغه روغه جوړه کې د ټولو ټولنیزو ډلو برخه اخیستنه اړینه ده:

د ښځو ونډه

''مهمه دا ده، چې خبرې اترې یوازې د روغې جوړې خواوو پورې منحصرې پاتې نشي، بلکې د افغانې ټولنې پراخه برخه په ځانګړې توګه ښځې پکې برخه واخلي. په داسې حالت کې به دغه خبرې اوږد مهاله وي.''

تردې مخکې د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن هم د سولې د بهير پر افغانیزه کېدو ټینګار کړی و.

Image caption مارک ګروسمن کابل ته تر رسېدا وروسته وویل چې طالبانو د سولې له خبرو وړاندې باید له نړیوالۍ ترهګرۍ سره اړیکي وشلوي.

ښاغلي ګروسمن کابل ته په خپل سفر کې اعلان وکړ، چې طالبان دې په قطر کې د دفتر له پرانیستو مخکې، له نړیوال تروریزم سره د اړيکو د شلولو، له تاوتریخوالي لاس پرسر کېدو او د سولې پربهیر د لېوالتیا او باور په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

د سولې د بهیر د افغانیزه کېدو ټینګار په داسې حال کې مخې ته راځي چې ویل کيږي، افغانستان له وسلوالو طالبانو او یوشمېر نورو اورپکو ډلو لکه حقاني شبکې سره د امریکا له خبرو اترو ناخوښ دی.

د سولې لپاره د خبرو اترو لپاره د طالبانو یوه غوښتنه هم د افغانستان له زندانونو څخه د طالب زنداني مشرانو خوشي کول دي او افغان حکومت هم غواړي چې وروستۍ خبره دې په افغانستان کې وشي.

ورته مطالب