روغتیا وزارت: د روغتیا په برخه کې مرستو ته اړتیا لرو

ناروغان د انځور حقوق AP
Image caption ډېری افغانان له ناسمو روغتیايي خدمتونو شکایت لري.

د روغتیا په برخه کې د ستراتيژيکي پلان جوړونې د بیا کتنې تر سرلیک لاندې درې ورځينۍ غونډه کې، چې په کابل کې جوړه شوې، په افغانستان کې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو په اړه خبرې اترې کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرسته وزیره ډاکټره ثریا دلیل وايي، لا هم داسې اندېښنې شته چې تر راتلونکو څو کلونو پورې به د غوره روغتیايي خدمتونو په برخه کې نړيوالې مرستې کمې شي، ځکه خو يې سر له اوسه له نړیوالې ټولنې سره خبرې پیل کړي دي:

''موږ پوهېږو هغه ننګونې، چې موجودې دي او په نړۍ کې اقتصادي بحران، چې روان دی، په راتلونکو کلونو کې به د روغتیا په برخه کې مرستې راکمې شي، نو ځکه خو مو کار پیل کړی او غواړو وګورو، چې تېرې لاسته راوړنې څنګه وساتو او دا چې په کافي اندازه مالي لګښتونه ولرو، په ځانګړې توګه له نړېوالې ټولنې څخه. د افغانستان د راتلونکو کلونو لپاره سر له اوسه مذاکرې او تفاهم ولرو.''

مېرمن دلیل زیاته کړه ، د غوره روغتیا يي خدمتونو د وړاندې کولو ډېر لګښت ته اړتیا ليدل کيږي او د ډېرو مرستو راماتول هم په دغه غونډه کې د بحث وړ موضوع ده:

''حد اقل موږپه کال کې د اوسني روغتیا يي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو. خو دا چې موږ وايي، د روغتونونو حالت او د درملو چارې به ښه کوو او نوي بدلونونه راولو، دا ټول مالي لګښت ته اړتیا لري، چې د ۳۰۰ میلیون ډالرو سربیره نورو پیسو ته هم اړتیا لري، موږ ډېر لګښت ته اړتیا لرو، او دا هغه خبرې دي، چې نن، سبا او بله ورځ به يي له نړېوالو متخصصینو سره ولرو.''

یوازې افغان چارواکي نه، بلکې د نړيوالې ټولنې استازي هم دا تاييدوي، چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه د تېرو کلونو په پرتله ښه شوي دي، چې د میندو د مړينې د کچې له ټيټوالی يې تل يادونه کېږي.

په کابل کې د کاناډا سفارت مرستیاله الېسن رېدل، په افغانستان کې د غوره روغتیايي خدمتونو یادونه کوي، خو وايي، د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ډېرې نورې همغږی ته هم اړتیا ده.

Image caption د عامې روغتیا سرپرسته وايي چې د مرستو د کمښت له وېرې یې له نړیوالو سره د مرستو غوښتلو خبره کړې ده.

''تېره لسیزه په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د پرمختګونو شاهد و. د اساسي روغتیايي خدمتونو او په روغتونونو کې د غوره خدمتونو وړاندې کول د دغو لاسته راوړنو عمده برخې دي، چې اوس مهال په میلیونونه افغانان ورته لاسرسی لري، خو موږ له ځينو ننګونو سره هم مخامخ یو.

د بشري سرچینو د وړتیا کمښت، د نړیوال اقتصادي بحران او د لېږد پروګرام، د دغو ننګونو بېلګې دي. نو ځکه خو مهمې دي، چې لومړیتوبونه سره بېل کړو او له خپلو ټولو شریکانو ترمنځ همغږي ډېره کړو، ترڅو ډاډه شو، چې په افغانستان کې ټول خلک معیاري خدمتونو ته لاسرسی لري.''

د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ۳۰ سلنې ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخامخ دي، خو افغان چارواکي او نړېوالې سازمانونه، چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، وايي، د دغو ستونزو د هوارۍ لپاره روزنیز پروګرامونه پیل کړي او دغه ستونزه به هم ډېر ژر هواره شي.

ورته مطالب