کرزی له ترکمن چارواکو سره پرسوداګریزې غوړېدا خبرې کوي

عشق اباد د انځور حقوق ashgabat
Image caption ترکمنستان د افغانستان اندخوی- اقینې ترمنځ د اورګاډې د غځول شوې پلټۍ پروژه هم پیل کړې ده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ترکمنستان ته تللی، چې د دغه هېواد له چارواکو سره په لوړه کچه د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د ترکمنستان خبري رسنیو ویلي، دواړه ولسمشران (حامد کرزی او قربان ګلي بردي محمدوف) به ددوو هېوادونو ترمنځ پر ګډه سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.

د ترکمنستان د ‘دولت خبرلرې’ رسمي رسنیو راپور کاږي، ددواړو مشرانو خبرې د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره ګټورې تمامېدلی شي.

کابل له عشق اباد تمه لري چې د افغانستان له خاورې د غازو د نل لیکې غځېدا به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.

Image caption حامد کرزی به د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون د لاس لیک لپاره د جمعې په ورځ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته لاړشي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندستان ترمنځ د غازو د نل لیکې د غځولو هوکړه د تېر ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې وشوه.

په دې لړ کې له ترکمنستانه افغانستان ته د ترکمن برېښنا د لېږد تړون هم لاسلیک شوی دی.

ترکمنستان د افغانستان اندخوی- اقینې ترمنځ د اورګاډې د غځول شوې پلټۍ پروژه هم پیل کړې ده.

د اورګاډې په دې ۱۵۰ کیلومتره اوږدې پټلۍ سره ترکمنستان د افغانستان له فاریاب ولایت سره نښلول کېږي.

ورته مطالب