م.م: د افغانانو له مشرۍ پرته د سولې هڅې 'نابریالۍ' دي

یان کوبیش
Image caption یان کوبیش ژمنه وکړه چې د افغانانو نژدې ملګری به پاتې شي.

د افغانستان له ثبات او پرمختګ سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پراختیا، د سولې او پخلاینې له روان بهیر نه ملاتړ او د قانون واکمني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوي ځانګړي استازي د ژمنو د سر خبرې وې.

له دې مینځه په کابل کې د خپل لومړني خبري کنفرانس پر مهال د ۳۰ کلنې تجربې د دغه درلودونکي اروپایي دپلومات یان کوبیش ډیر پام په افغانستان کې د سولې پر روانو هڅو ورټول و.

ښاغلي کوبیش وویل ده ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي سپارښتنه همدا ده چې د نړیوالې ټولنې د استازي په توګه په افغانستان کې پخپله د افغانانو په مشرتوب د سولې د هڅو هر اړخیز ملاتړ وکړي.

باور یې دا و چې د افغانانو تر مینځه د ملي او سراسري تفاهم له رامینځ ته کیدو پرته په افغانستان کې سوله نشي راتلای.

ورسره جوخت یې دا خبرداری هم ورکړ چې که د سولې د هڅو مشرتوب د افغانانو له ولکې ووزي نو پایله به یې ناکامي وي:

''پخپله د افغانانو په مشرتوب او د افغانانو تر ولکې لاندې دغه بهیر هله بریالی کیدی شي چې د ټولو ښکیلو سیاسي غاړو او مدني ټولنې استازي پکې فعال ګډون ولري.

هېڅ مطرح سیاسي ډله باید له دغه بهیر نه بهر ونه ساتل شي. دا هم مهمه ده چې په دغه بهیر کې د تیرو لسو کلونو بریاوې خوندي پاتې شي. یو وار بیا وایم چې دا باید په ملي او سراسري تفاهم ولاړ خالص افغاني بهیر وي. زه له دې پرته چې د دغه بهیر واګې او مشري پخپله افغانانو ته پریښودل شي، په افغانستان کې د سولې د راتلو بله هېڅ لاره نه وینم.''

پخپله افغانانو ته د سولې د هڅو د مشرۍ د پریښودو په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د نوي ځانګړي استازي یان کوبیش له دغو څرګندونو درې ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي مارک ګروسمن هم تر یو بریده ورته څرګندونې درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او دا راز په افغانستان کې یو شمیر سیاسي ډلو تر دې وړاندې د قطر د بهیرله مقدماتي تماسونو پر ګوښه پاتې کیدو توندې نیوکې درلودې. ایا دا په ټوله کې همدغو نیوکو او اندیښنو ته د ډاډ هڅه ده او که څه نور لاملونه یې تر شادي؟

مهم لومړیتوب

د سیاسي او بشري حقونو د چارو کارپوه ډاکټر نظام الدین کټوازی د دغې پوښتنې په ځواب کې وایي د افغانانو ترمنځ پخلاینه او په ټوله کې د افغانستان د لانجې سیاسي حل له تېرو څو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د سازمان مهم لومړیتوب بلل کېږي.

Image caption د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي مارک ګروسمن هم ویلي چې د سولې د هڅو مشري دې افغانانو ته پرېښودل شي.

له لویه سره په کابل کې د خپل لومړني خبري کنفرانس پر مهال د ښاغلي کوبیش اشارې دا وې چې یونما به د نړیوالې ټولنې په استازیتوب د افغانستان په اړه په لویو پریکړو کې فعال رول ولري او دا راز به له افغان حکومت او په افغانستان کې له فعالو سیاسي او مدني ډلو سره نژدې او تودې اړیکې وپالي.

خو شک نشته چې په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر شا د یونما او افغان حکومت تر مینځه د باور کمزورتیا او دا راز له تیرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په اړه په مهمو مسایلو او پریکړو کې د یونما کمرنګي رول ته په کتو به دا هرڅه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي د دغه نوي ځانګړي استازي یان کوبیش په وړاندې لوی ننګونې وي.

ورته مطالب