افغانستان او ايتاليا ستراتيژيک تړون لاسليکوي

کرزى
Image caption کرزي د ايتاليا د مرستو مننه وکړه او د دوى د سرتيرو قربانۍ يې نه هيريدونکې وبللې

افغان چارواکي وايي د پنجشنبه په ورځ( د جنوري ٢٦) به د افغانستان او ايټاليا تر منځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک شي.

د تړون تر مخې به ايټاليا له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې په سياسي،امنيتي،اقتصادي،له نشه يي توکو سره دمبارزې،د قانون پلي کولو، فرهنګي او رسنيزو همکاريو او د وړتياو لوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي حامد کرزي د چارشنبه په ورځ د ايټاليا له ولسمشر جيورجيون پوليتانو سره په خپله ليدنه کې وويل:

((زموږ لپاره د خوښۍ ځاى دى، چې له ايټاليا سره د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليکوو.))

ولسمشر کرزي د ايټاليا له مرستو مننه وکړه او د هېواد د امنيت په ټينګښت کې يې د ايټاليوي سرتېرو قرباني نه هېرېدونکې وبلله.

د افغان چارواکو په وينا ښاغلي کرزي وويل:

((افغانستان يو پياوړى او د نظام خاوند هېواد دى او زه بشپړ يقين لرم، چې افغانستان به هېڅ کله بېرته شا ته ولاړ نه شي.))

حامد کرزي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې افغانستان به له ٢٠١٤ کاله وروسته له کورني ناورين سره مخامخ شي.

درې ورځې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ويګادس اوساکاس ويلي و، هغه سند چې د افغانستان د ولسمشر او اروپايي هېوادونو تر منځ لاسليکيږي، داسې تړون به وي، چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله همکاريو زمينه برابره کړي.

هغه ټينګار کړى و چې د دغه تړون له مخې به اروپا د نړيوالې ټولنې د يوې برخې په توګه له ٢٠١٤ کال وروسته هم د افغانستان په خوا کې پاتې شي.

د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، په دغه تړون کې به پراخ مسايل شامل وي، چې په هغه کې د افغانستان ملي حاکميت، د قانون ، بشري حقونو، د ښځو د حقونو ټينګښت او امنيتي سکتور شاملېږي.

ولسمشر حامد کرزي دوه ورځې مخکې درو اورپايي هېوادونو، ايټاليا، فرانسې او برتانيا، ته پنځه ورځنى سفر پيل کړى او د دغه سفر په ترڅ کې به له دغو هېوادونو سره د اوږدمهاله همکاريو تړونونه لاسليکوي.

ورته مطالب