د جلال آباد امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو واخیست

Image caption د جلال آباد ښار او څلورو نورو ولسوالیو کامې، ښيوې، بهسودو او سره رود امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار او څلور ولسواليو د امنيتي چارو مسوليت نن (پنجشنبه) له بهرونيو ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د مسوليت سپارلو پرمهال د ننګرهار چارواکو وويل سره له دې چې په ننګرهار کې ځينې نامسول وسله وال شته خو په وينا يې په هغو سيمو کې چې ورته امنيت سپارل کيږي دوې ورته بشپړ تیارۍ لري.

د مسوليتونو دليږ د بهیر مشر ډاکتر اشرف غني وويل افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو سره به امنیتي حالات ښه شي.

دختيز ښار جلال آباد او د ننګرهار د څلورو ولسواليو امنیتي مسوليت داسې مهال کورنيو ځواکونو ته سپارل کيږي چې په دغه ولايت کې د نامسولو وسله والو د فعاليتونو په اړه له خلکو سره انديښنې زياتې شوي دي.

اندیښنې

د مسوليتونو د ليږد د بهير مشر ډاکتر اشرف اشرف غني احمدزي هم د ننګرهار د امنيتي حالت په اړه انديښنه وښوده خو هم مهاله يې انګيرنه دا وه چې د امنيتي مسوليت له ليږد وروسته به کورني ځواکونه ددې وړتيا پېدا کړي چې امنيت خوندي کړي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال که څه هم دامنيتي حالت نه خوښ نه بريښيده او دا انديښنه يې هم پټه نه کړه خو ويل يې چې په هغو سيمو کې چې چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي افغان ځواکونه ورته بشپړ چمتو والى لري.

دننګرهار ولايتي ادارې چارواکو او ددغه ولايت اوسيدونکو بيا له مرکزي حکومت نه په بيلابېلو برخو کې د بيارغونې د يو شمېر پروژو د پېل غوښتنه وکړه.

د کابينې ځينې وزيرانو او د ځينو وزارتونو استازو ژمنې ورکړې چې په خپله برخه کې به له ننګرهار سره مرستې وکړي.

د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په ګډون د څلورو ولسواليو کامې، ښيوې، بهسودو او سره رود امنيتي چارې نن (پنجشنبه) له بهرنيو ځواکونو نه افغان هغو ته وسپارل شوې.

ننګرهار د امنيتي مسوليتونو د ليږد په دويم پړاو کې شامل دى.

تر دې وړاندې د افغانستان په شمال، لويديځ او سویل کې د څو لويو ښارونو امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

ورته مطالب