ولسمشر کرزى په اروپا کې څه غواړي؟

کرزى
Image caption ولمشر کرزى به اروپاييانو ته وايي چې امنيت مخ په ښه کيدا دى

ولسمشر کرزى د اروپا په سفر بوخت دى او غواړي د خپل هيواد لپاره ملاتړ ومومي.

دۀ وار دمخه له ايتاليا سره د ملگرتيا تړون لاسليک کړى او له فرانسې وروسته برتانيا ته راتلونکى دى.

تيره اوونۍ چې يوۀ افغان سرتيري د فرانسې څلور عسکر ووژل پاريس گواښ وکړ چې له افغانستانه ښايي خپل ځواکونه وباسي.

د بي بي سي ديويد لاين ليکي:

د افغانستان په جگړه کې پرله پسې ښکېليدا ته د اروپا د ولس صبر ورو ورو په کميدو دى.

په فرانسه کې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو کال دى ولسمشر سرکوزى گواښ کړى چې تر ټاکل شوي وخت ، ٢٠١٥ کال، څخه وړاندې ښايي خپل ځواکونه وباسي.

دا خبره يې په کور دننه سياسي حالاتو سره سر خوري.

خو دې خبرې طالبانو ته هم ښکاره پيغام ورکړ چې واړۀ کارونه، لکه د بهرنيو سرتيرو وژل، ښايي په پرتليزه توگه ډير اغيزمن وي.

ډاډ

ولسمشر کرزى به اروپايي هيوادونو ته ډاډ ورکوي چې امنيت مخ په ښه کيدو دى او هيله من دى چې تر هغو افغان ځواکونه روزل کيږي او د خپل هيواد د دفاع جوگه کيږي دوى ورسره ملۀ پاتې شي.

د ښاغلي کرزي دغه غوښتنه د جرمني د پارلمان په دې موافقې يو څه اسانه شوه چې په افغانستان کې يې خپل پوځي ژمنتيا تر يوۀ بل کاله هم وغځوله.

خو ولسمشر کرزى نه يوازې تر راتلونکو درو کلونو پورې د امنيت د سپارلو چارې په ښه ډول ترسره کيدۀ غواړي بلکې له بيلا بيلو هيوادونو سره هم جلا جلا تړونونه لاسليکوي چې د پوځي عملياتو تر پاى وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ښاغلي کرزي د سفر لومړى پړاو روم و، هلته دۀ د ملگرتيا نوى تړون له ايتاليا سره لاسليک کړ، دۀ د امريکا له استازي مارک گروسمن سره وليدل.

گروسمن غواړي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړي.

برتانيا

د فرانسې تر سفر وروسته به افغان ولسمشر برتانيا ته راځي او دلته به له لومړي وزير ديويد کيميرون سره ويني.

برتانيا په افغانستان کې د بل هر اروپايي هيواد په پرتله يو په دوه ډير سرتيري لري خو په روان کال کې به د خپلو عسکرو شميره پکې کموي.

د تير دسمبر د بن په کانفرانس کې برتانيا ژمنه وکړه چې تر لسو نورو کلونو پورې به له افغانستان سره مالي مرستو ته دوام ورکوي.

د همدې مرستو د يوې برخې په توگه به په اوونۍ پاى کې برتانيا له افغانستان سره د ملگرتيا نوى تړون لاسليکوي.

برتانيا به د افغان پوځي افسرانو د روزنې لپاره يوه اکادمي جوړوي چې د برتانيا د مشهورې پوځي اکادمۍ سنهرست په څير به وي.

په سنهرست کې برتانوي پوځي افسران روزل کيږي.

ورته مطالب