د امریکا او طالبانو ترمنځ ''لومړني مذاکرات'' دوام لري

طالبان
Image caption مولوي قلم الدین: ''لومړنۍ خبرې کولاى شي چې د باور فضا رامنځته کړي او د راتلونکو خبرو اترو په برخه کې مرسته وکړي.''

په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لړۍ پيل شوې ده، نړيوال وايي چې د دغو لومړنيو خبرو پيل د باور د پيدا کولو په موخه له گوانتانامو زندانه د طالب بنديان خوشي کېدل هغه څه دي چې دغه باور نور هم پياوړى کولاى شي.

دغه څه د طالبانو يو پخواني چارواکي له نيويارک ټايمز سره په خبرو کې کړي دي، هغه ويلي چې د طالبانو استازي چې شمير يې د څلور او اتو کسو تر منڅ دى له پاکستان نه قطر ته د طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستې په موخه تللی دي.

د ورځپاټې په ليکنه ېالبان نه غواړي چې دغه مسله رسنيو ته لاره ومومي، هغوى په افغانستان کې د سولې خبرې اترې په دغه هيواد کې د جگړې د له منځه وړو په چاره کې ارزښتمنې بولي.

امريکايي چارواکو ويلي چې د دغو خبرو اترو په برخه کې شک نه لري ، او پاکستان هم په پټه خوله په دې تړاو هوکړه کړې.

د طالبانو د مهال د امر باالمعروف او نهى عن المنکر د ادارې مشر قلم الدين ويلي چې اوس مهال د سولې په تړاو کومې خبرې نه دي پيل شوي، خو هغه يوازې له گوانتانامو نه د طالب بنديانو د خوشې کيدو په اړه لومړنى خبرې پيل شوي دي.

Image caption ګروسمن په کابل کې ویلي وو په دې شرط د سولې خبرې بریالۍ کېدی شي چې طالبان له نړیوالې ترهګرۍ سره اړیکي غوڅ کړي.

هغه ويلي چې لومړنۍ خبرې کولاى شي چې د باور فضا رامنځته کړي او د راتلونکو خبرو اترو په برخه کې مرسته وکړي.

د امریکا دریځ

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند منلې چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانگړي استازي مرک گروسمن په قطر کې له ځينو کسانو سره په دې تړاو ليده کاته هم کړي دي.

تيره اوونۍ ښاغلي گروسمن په کابل کې هم ويلي وو چې په دې شرط طالبان کولاى شي د سولې په بهير کې ورگډ شي چې له اورپکو سره خپل اړيکي وشلوي او د جنگ نه په لاس په سر کېدو سره له روغې جوړې له بهير سره يو ځاى شي.

ورته مطالب