کاناډا: افغان کورنۍ د خپلو 'لوڼو په وژنې' پړه وخېژوله

محمد شفیع (مخکې)، طوبا، (په منځ کې)، او ددوی زوی حامد شفیع د جنورۍ په ۲۸مه، د کاناډا اونتاریو  کې د کینګسټن محکمې ته تلو پرمهال. د انځور حقوق AP
Image caption د شفیع د کورنۍ درېواړه تورن غړي په ۲۵ کالو بند محکومېدلی شي.

په کاناډا کې يوې قضاييه ډلې د يوې ورغلې افغانې کورنۍ درې غړي د دريو لوڼو او يوې لومړنۍ مېرمنې پر وژلو پړه خېژولي چې دوى پرې د کورنۍ د سپکولو تور لگولى و.

درېواړو تورنو چې د وژل شويو نجونو پلار، ورور او د پلار دويمه ښځه پکې راځي، په انتاريو کې د کېنگسټن محکمې ته وويل چې بېگناه دي.

د کاناډا د قانون له مخې به دوى درې واړه بې له دې چې د بښنې غوښتنه وکړى شي، لږ تر لږه ٢٥ کاله په زندان کې تېروي.

لي کارټر له تورنتو نه په دې اړه رپوټ لري:

Image caption محکمې ته په يوه شهادت کې وويل شول چې څه ډول د ښاغلي شفيع غوسه ورځ تر بلې پر خپلو دريو لوڼو چې ١٣، ١٧ او ١٩ کلنې وې له دې امله چې له هلکانو سره پټې گرځي او نيم بربڼ کالي اغوندي، ډېرېده.

قضاييه ډلې په يوه خوله، د محاکماتي غونډې پر دويمه ورځ پر ټولو تورنو د لومړۍ درجې قتل حکم وکړ.

د محاکمې په دريو مياشتو کې چې د ټولې کاناډا پام ور اوښتى و، څارنوالانو د محمد شفيع، د هغه د مېرمنې طوبا او د هغوى د زوى حامد خلاف خپله دعوا وړاندې کړه.

په هغې کې دوى تورن شوي چې د ښاغلي شفيع درې لوڼې او يوه مېرمن يې وژلي چې نجونو به ترور بلله، خو په اصل کې د ښاغلي شفيع لومړۍ مېرمن وه.

د هغوى مړي د ٢٠٠٩ کال په دوبي کې په هغه موټر کې وموندل شول چې د انتاريو په کينگسټن کې اوبو ته غورځول شوى و. هغه مهال دغه کورنۍ نوې له افغانستان نه کاناډا ته ورکډه شوې وه.

Image caption د هغوى مړي د ٢٠٠٩ کال په دوبي کې په هغه موټر کې وموندل شول چې د انتاريو په کينگسټن کې اوبو ته غورځول شوى و.

محکمې ته په يوه شهادت کې وويل شول چې څه ډول د ښاغلي شفيع غوسه ورځ تر بلې پر خپلو دريو لوڼو چې ١٣، ١٧ او ١٩ کلنې وې له دې امله چې له هلکانو سره پټې گرځي او نيم بربڼ کالي اغوندي، ډېرېده.

د څارنوالۍ له خوا وړاندې شوى نظر دا و چې قربانيان لومړى وژل شوي او مړي يې وروسته په موټر کې اچول شوي او بيا موټر کانال ته پورې وهل شوى دى.

د څارنوالانو ټوله تکيه پر هغو پټو ثبت شويو خبرو وه چې د ښاغلي شفيع د غوسې کچه پکې برېښي او اورېدل کېږي چې خپلو مړو لوڼو ته د "فاحشو" خطاب کوي.