جرمني لرغونې مجسمه افغانستان ته ستنه کړه

ستنه شوې مجسمه
Image caption دغه لرغونې مجسمې د افغانستان ملي موزیم ته سپارل شوې دي.

جرمني له اسلام وړاندې کابو زر کلنه لرغونې مجسمه افغانستان ته ستنه کړه.

دغه مجسمه د افغانستان د کورنیو جګړو پرمهال لوټ شوې او بهر ته لېږدول شوې وه.

ددغو اتو مجسمو له ډلې یې د یوې لاس او پښې نشته، او د دوو نورو بیا پزې پرې شوې، چې هره یوه ۳۰ سانتي متره لوړوالی لري.

له اهاک ډبرې جوړه شوې مجسمه پر دویمې میلادي پېړۍ پورې تړاو لري.

له دې مجسمو په ټوله اسیا کې د لرغوني افغانستان بډایه کلاسیکي لرغونې ښکلا معلومېږي.

لرغونپوهان وايي چې د ګندهارا د سلطنت پرمهال، د مجسمو ټول مخونه کيڼ اړخ ته دي، چې په غالب ګمان د بودا خبرو ته غوږ نیسي.

د افغانستان د ملي موزیم رییس عمرا خان مسعودي وايي "دا یو شاهکار دی... زه خوشبینه یم چې په راتلونکې کې به هم نور غلا شوي لاسي صنایع ترلاسه کړو."

په برلین کې د افغانستان سفارت اوس دا پلټنه کوي، چې دغه مجسمه په تېر یوه کال کې په مونیخ ښار کې له چا سره وه.

په داسې حال کې چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې کابل د کورنیو جنګ سالارانو له لوري لوټ شو، جنګیالیو یې د موزیم نژدې ۷۰ برخه تاریخي اثار (کابو ۷۰۰۰۰ ټوټې لرغوني توکي) لوټ او تالان کړل.

دوی دغه توکي په تور مارکیټ کې په ټيټه به وپلورل، او ګڼ یې له هېواده وایستل شول.

ښاغلی مسعودي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هڅه یې دا ده چې له کابل موزیم غلا شوي لرغوني توکي بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي:

"دا زموږ مسؤولیت دی... زموږ د قانون مطابق، باید دغه ټول توکي افغانستان ته ستانه شي."

د افغانستان ګڼ لوټ او تالان شوي لرغوني توکي په اروپا، د امریکا په متحده ایالتونو او جاپان کې رادبره شوي دي.

عمرا خان مسعودي دا هم ویلي چې د برتانیا په موزیم کې د افغانستان نژدې شل تاریخي اثار شته چې د روان کال په اوږدو کې به افغانستان ته ستانه کړای شي.

Image caption عمرا خان مسعودي وايي چې د برتانیا په موزیم کې د افغانستان نژدې شل تاریخي اثار شته چې د روان کال په اوږدو کې به افغانستان ته ستانه کړای شي.

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) له نړیوالو پولیسو (انټرپول) سره یو داسې تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې له افغانستان لوټ شوي تاریخي اثار په بریالیتوب افغانستان ته ستانه کړای شي.

اغلي مسعودي دا هم ویلي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د افغانستان تر ۸۰۰۰ ډېر غلا شوي تاریخي اثار افغانستان ته ستانه کړای شوي، چې په دې کې د پنځمې پېړۍ د لرګین بودا مجسمه هم شته.

نوموړي دا هم ویلي چې په دې وروستیو کې یهودي تومارپوښونه په قاچاقي دول بهر ته وړل شوي، چې اوسمهال په لندن کې له خصوصي دلالانو سره دي.

د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان له موزیم سره د لسګونه میلیون ډالرو د مرستې ژمنه شوې، چې په راتلونکو درو څلورو کالو کې د موزیم امنیتي چارې پرې ورغول شي.

ورته مطالب