کاپیسا کې فرانسې خپله اډه افغان ځواکونو ته وسپارله

فرانسوي پوځيان
Image caption په افغانستان کې د فرانسې شاوخوا دوه زره سرتېري مېشت دي.

په افغانستان کې میشتو فرانسوي ځواکونو په کاپيسا ولایت کې خپل یو پوځي مرکز افغان ځواکونو ته سپارلی دی.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې په همدغه پوځي مرکز کې یوه افغان سرتیري څلور فرانسوي پوځیان په ډزو ووژل.

خو افغان چارواکي وايي، له فرانسوي ځواکونو افغان هغو ته د دغه پوځي مرکز لیږدول، د امنیتي مسوولیتونه دلیږد یوه برخه ده.

افغان چارواکي وايي، د کاپيسا په واګون سیمه کې له فرانسوي ځواکونو افغان هغو ته د پوځي مرکز لیږد، د افغان پوځ او د فرانسوي سرتیرو په همغږی شوی دی.

فرانسوي ځواکونو هم له دغه پوځي مرکز نه دخپلو سرتیرو ایستل منلي او وايي، خپل سرتیري یې پلازمینې کابل ته نژدې د توره په نوم مرکز ته استولي دي.

وروسته له هغه، چې یوه افغان سرتیري په همدغه مرکز کې څلور فرانسوي سرتیري په ډزو ووژل، د فرانسې ولسمشر نیکولا ساغکوزي اعلان وکړ،چې د افغان ځواکونو دزده کړې ماموریت به پای ته ورسوي، خو وروسته یې دغه پریکړه بیرته واخیسته.

په همدې حال کې د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، له فرانسوي ځواکونو افغان هغو ته د دغه پوځي مرکز لېږدول، د امنیتي مسوولیتونه د لېږد یوه برخه وه.

د دغه وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري بي بي سي ته وویل، په دغه مرکز کې اوس افغان ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

بل خوا په افغانستان کې د فرانسې ځواکونو ویاند بي بي سي ته وویل، چې لا هم په کاپيسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې شاووخوا دوه زره فرانسوي سرتېري مېشت دي.

د فرانسې ولسمشر ویلي، د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه و باسي.

ورته مطالب